کابل (پژواک، ۲۲ وری ۱۴۰۰): د افغانستان ازادو رسنیو ملاتړ اداره (نی) وایي چې د افغانستان رسنیو ټولنه د بیان ازادۍ او رسنیو برخلیک په اړه اندېښمنه ده څو د سولې په اړه د استانبول ناسته کې یاد ارزښتونه له پامه ونه غورځول او معامله پرې ونه شي.
ټاکل شوې د افغانستان ناورین او څلوېښت کلنې جګړې پای ته رسولو لپاره په استانبول کې د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ ناسته راتلونکې اوونۍ ترسره شي چې دغه ناسته د طالبانو او افغان حکومت پلاوو ترمنځ د دوحې ناستو په تعقیب ترسره کېږي.
د افغانستان ازادو رسنیو ملاتړ ادارې (نی) مطبوعاتي دفتر په خبرپاڼه کې چې نن یکشنبې خپره شوې، راغلي چې دغه بنسټ د یوه رسنیز عدالت غوښتونکي په توګه، په هر ملي او سیاسي ډګر کې د بیان له ازادي او رسنیو څخه دفاع خپله دنده ګڼي.
سرچینه لیکي چې نی د افغانستان سولې لپاره د امریکا له ځانګړي استازي زلمي خلیل زاد څخه رسماً غوښتنه کوي چې د استانبول په غونډه کې د بیان د ازادۍ اصل او د افغانستان رسنیو لاسته راوړنې د سرې کرښې په توګه تعریف کړي او له مذاکره کوونکو ډلو وغواړي څو درناوی ورته ولري.
په خبرپاڼه کې راغلي چې د افغانستان د رسنيو ټولنه د بيان ازادۍ او رسنيو برخليک په اړه اندېښنه لري څو د استانبول د سولې په خبرو كې دغه ارزښتونه له پامه ونه غورځول او معامله پرې ونه شي.
د نی په باور، د بیان ازادي او رسنیو فعالیت په اساسي قانون کې راغلي، د افغانستان خلکو له اساسي حقونو دي.
د بیان ازادي، اطلاعاتو ته لاسرسی او رسنیو ازاد فعالیت ته باید د استانبول سولې خبرو کې درناوی وشي او باید وویل شي چې دغه ارزښتونه د افغانستان او رسنیو ټولنې سره کرښه دي.
دغه راز په اعلامیه کې د سولې له دواړو لورو غوښتل شوي څو د افغانستان خلکو او رسنیو ټولنې مشروع او قانوني غوښتنو ته درناوی وشي او پرې نه ږدي چې افغانستان د رسنیو ټولنې ۱۹ کلنو لاسته راوړنو ته زیان ورسېږي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP