کابل (پژواک، ۲۲ وری ۱۴۰۰): د کرنې وزارت وایي، که څه هم د شیدو له درکه د افغانستان کلنۍ اړتیا ۲،۹ میلیون لېتره ده، خو تېر کال په ټول هېواد کې ۲،۱ میلیون لېتره شیدې تولید شوې دي.
د کرنې، مالدارۍ او اوبو لګولو وزارت په هغې خبرپاڼه کې چې نن (د وري ۲۲مه) خپره شوې، راغلي چې په ۱۳۹۹ کال کې په ټول هېواد کې نږدې دوه میلیونه او ۱۷۱زره لېتره شیدې تولید شوې دي.
خو سرچینې لیکلي چې فاریاب، بغلان، تخار، میدان وردګ، هرات، بلخ، کندهار، کندوز او سمنګان په هېواد کې د شیدو تر ټولو ډېر تولیدوونکي ولایتونه ګڼل شوي دي.
په خبرپاڼه کې راغلي چې اوس مهال د هېواد په کچه د شیدو غواګانو یو زر او ۸۱۹ فارمونه فعالیت لري چې ډېر یې په یادو ولایتونو کې دي.
سرچینې لیکلي د شیدو له درکه د افغانستان کلنۍ اړتیا نږدې ۲،۹ میلیون لېترو ته رسېږي چې نږدې یو میلیون لېتره شیدې له بهره واردیږي.
Views: 13
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن