کابل (پژواک، ۲۲ وری ۱۴۰۰): د ملي امنیت عمومي رییس وایي په بلخ کې د نهه کلن ماشوم د اختطاف په تور د بهرنیو وګړو په ګډون ۱۴۰ کسان نیول شوي او اطلاعات ښیي چې انسان تښتوونکي د داعش ډلې اړوند دي.
په بلخ ولایت کې د ترکمن قوم ۹ کلن ماشوم عبدالرووف څه باندې شپږ میاشتې مخکې د بلخ په مرکز کې د ښوونځي له لارې وتښتول شو. تښتوونکو د نوموړي خوشي کولو په بدل کې د هغه له کورنۍ یو نیم میلیو ډالر غوښتي دي.
د ملي امنیت عمومي رییس احمد ضیاء سراج چې نن د امنیتي وضعیت په اړه معلوماتو ورکولو په موخه د ولسي جرګې دفاعي چارو او داخلي امنیت کمېسیونونو ګډې ناستې ته ورغوښتل شوی و، وویل چې د عبدالرووف تښتونې په تړاو ۱۴۰ کسان نیول شوي چې دېرو یې اعتراف هم کړی دی.
هغه له جزئیاتو پرته وویل چې په نیول شوو کې د ازبکستان او تاجکستان وکړي هم شته؛ خو ډېری یې افغانان او یو شمېر ښځې هم په کې شاملې دي.
د نوموړي په خبره، دغه کسان د داعش ډلې اړوند دي او یو شمېر یې له دې وړاندې د طالبانو قوماندانانو په توګه کار کاوه.
سراج وویل: «دې ډلې هوډ درلود او لري یې چې د عبدالرووف د خوشي کولو په بدل کې د پیسو په اخیستلو، دغه پیسې د د لسګونو نورو په تښتونه او وژنه کې استفاده کړي.»
د کابل خلکو استازې روبینا جلالي د جرګې نن ناسته کې له حکومته وغوښتل، هغه پیسې چې تښتوونکو غوښتې ور یې کړئ، څو عبدلرووف خپلې کورنۍ ته ستون شي.
سراج د جرګې غړو ته په خطاب کې وویل: «که تاسو یې وړ کڼئ ستونزمنه نه ده، د عبدلرووف لپاره پیسې ورکول کېږي؛ خو دې ډلې ته پیسې ورکول به ناوړه پایلې ولري.»
هغه څرګنده کړه چې د سړي تښتونکو له منګولو د عبدالرووف خوشي کولو لپاره جدي هڅې روانې دي.
Views: 45
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن