ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

لوګر کې د ځمکې پر سر شخړه کې اووه کسان وژل شوي

لوګر کې د ځمکې پر سر شخړه کې اووه کسان وژل شوي

author avatar
11 Apr 2021 - 11:35
لوګر کې د ځمکې پر سر شخړه کې اووه کسان وژل شوي
author avatar
11 Apr 2021 - 11:35

پل علم (پژواک، ٢٢ ورى ١٤٠٠): د لوګر په څرخ ولسوالۍ کې د دولتي ځمکې پر سر شخړه کې اووه کسان وژل شوي او پنځه نور ټپيان دي.

د لوګر د څرخ ولسوال خليل کمال د وري په ٢٢مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره ورځ د دې ولسوالۍ په قلعه نو سيمه کې د دولتي غصب شوې ځمکې پر سر د خروټو او ترين قومونو ترمنځ وسله واله نښته وشوه.

هغه وايي چې په دې نښته کې د دواړو لورو اووه کسان وژل شوي دي.

ده زياته کړه: ((په کوم ځاى کې چې جنګ شوى، هغه سيمه د طالبانو په کنټرول کې ده، بيا طالبان ورغلي او دغه جګړه يې خلاصه کړې ده.))

ولسوال زياتوي چې په دې ولسوالۍ کې زرګونه جريبه دولتي ځمکه د ملکانو له لوري غصب شوې او بيا پر خلکو پلورل شوې ده.

دغه راز د قلعه نو سيمې یوه اوسېدونکي مطيع الله پژواک ته وويل چې په ياده نښته کې اووه کسان وژل شوي او پنځه نور ټپيان شوي دي.

بل لور ته وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

د يادونې ده، څرخ د مرکز پل علم سوېل ته په ٣٠ کيلومترۍ کې پرته ولسوالي ده چې ډېرې سيمې د وسله والو طالبانو په کنټرول کې دي.

Views: 1821

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.