Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

بلخ کې د شاهین قول اردو روغتون سرطبيب وژل شوی

مزارشريف (پژواک، ٢٣ ورى ١٤٠٠): په مزارشريف ښار کې د يوه وسله وال بريد په پايله کې د شاهین قول اردو روغتون سرطبیب له خپل موټر چلوونکي سره وژل شوی دی.

د بلخ امنيې قوماندانۍ وياند عادل شاه عادل پژواک اژانس ته وویل چې نن سهار ۷ بجې د مزار ښار پنځمې ناحیې مربوطاتو کې دوو وسله والو د ملي اردو پر يوه موټر ډزې وکړې.

هغه زیاته کړه چې په دغه برید کې د شاهين قول اردو سرطبيب صالح محمد صميم او د هغه موټر چلوونکی وژل شوي دي.

د عادل په خبره، بريدګر له سيمې تښتېدلي او پوليس يې د نيولو په لټه کې دي.

شاهين قول اردو تر اوسه په دې تړاو څه نه دي ویلي.

د برید مسوولیت هم تر دې مهاله کومې ډلې پر غاړه نه دی اخیستی.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.