ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

قطر کې د مسلمانوعالمانو نړیواله ټولنه: افغان حکومت او طالبان دې روژه کې اوربند وکړي

قطر کې د مسلمانوعالمانو نړیواله ټولنه: افغان حکومت او طالبان دې روژه کې اوربند وکړي

author avatar
12 Apr 2021 - 19:09
قطر کې د مسلمانوعالمانو نړیواله ټولنه: افغان حکومت او طالبان دې روژه کې اوربند وکړي
author avatar
12 Apr 2021 - 19:09

کابل (پژواک، ۲۳وری۱۴۰۰): په قطر کې د مسلمانو عالمانو نړیوالې ټولنې په افغان حکومت او طالبانو غږ کړی چې په روژې مبارکه میاشت کې دې جګړه ودروي .

یادې ټولنې نن د وري په ۲۳مه په پنځو مادو کې یوه خبرپاڼه خپره کړې او په هغه کې یې د جګړې دواړه لوریو ته قسم ورکړی چې د روژې په میاشت کې اوربند وکړي، ترڅو مسلمانان په ارامه فضا کې خپل عبادت ترسره کړي.

دغه راز دغه اسلامي معتبر بنسټ افغانستان د علم، فقه او اسلامي کلتور کور بللی او د مسلمانو تر منځ یی جګړه د قراني مبارکو ایاتونو او نبوي احادیثو پر اساس حرامه ګڼلی ده .

یاد بنسټ له دواړو لوریو غوښتنه کړې چې د اسلامي نړۍ  علماوو ته دې مراجعه وکړي او د قران  عظیم الشأن او نبوي (ص) د سنتو په رڼا کې دې خپلې ستونزې حل کړي .

دغې سرچینې ویلي چې له افغان حکومت او طالبانو غوښتنه کوي چې جګړه ودروي ځکه جګړه د دوی ژوند اخلي او ناحقه د مسلمانانو وینه په کې تویږي .

دغه بنسټ ویلي، له دواړو خواووغوښتنه کوي چې یوازې د الله کتاب او د هغه د رسول سنتو په رڼا کې یوه هراړخیزه سوله  وکړي ځکه چې په دې سوله کې امنیت او خوندیتوب دی.

Views: 178

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.