ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کندهار والي: د دهلې بند د استملاک ستونزه حل شوې

کندهار والي: د دهلې بند د استملاک ستونزه حل شوې

author avatar
12 Apr 2021 - 18:44
کندهار والي: د دهلې بند د استملاک ستونزه حل شوې
author avatar
12 Apr 2021 - 18:44

کندهار (پژواک، ۲۳ وری ۱۴۰۰): د کندهار والي وايي چې د دهلې بند د استملاک ستونزه حل شوې او راتلونکې میاشت به يې د استملاک کولو چارې پیلېږي څو د دغه بند د دېوالونو لوړولو چارې پیل شي.

د کندهار والي روح الله خانزاده چې شاوخوا درې میاشتې مخکې د دې ولایت د والي په توګه ټاکل شوی، نن یې په یوه لویه غونډه کې د خپلو ۱۰۰ کاري ورځو کړنې او لاسته راوړنې له خبریالانو او خلکو سره شریکې کړې.

په دې غونډه کې ملکي او نظامي چارواکو، قومي مشرانو، ځوانانو، مېرمنو او خبریالانو ګډون کړی وو.

خانزاده د خپلو کړنو راپور د کندهار د دهلې بند په اړه د معلوماتو په ورکولو پيل کړی او ویې ویل، له خلکو او مرکزي ادارې سره د پر له پسې اړیکو په پایله کې وتوانېد چې د دهلې بند د استملاک ستونزه حل کړي.

هغه زیاته کړه، راتلونکې میاشت د یاد شوي بند د استملاک چارې پیلېږي څو د دغه بند د دېوالونو لوړولو چارې پیل شي.

د دهلې بند پروژه څلور برخې لري چې د بند د دېوالونو لوړول، د کرنې د کالونو عصري کول، د کندهار ښار لپاره د څښاک د اوبو شبکې جوړول او د ۳۰ مېګاواټه برېښنا تولید په کې شامل دي.

د دهلې بند پر ټوله پروژه ۴۸۴ میلیونه ډالره لګښت راځي چې د اسیايي پراختیايي بانک له خوا ورکول کېږي.

د معلوماتو له مخې، د دهلې بند دېوالونه به ۱۲ متره او د پارچاوې دېوالونه به ۱۳،۶ متره لوړ شي چې ورسره به په دغه بند کې د اوبو د زېرمه کولو وړتیا درې برابره لوړه شي.

شاوخوا ۷۰ کاله مخکې چې دغه بند جوړ شوی و، د ۵۰۰ میلیونه متره مکعبه اوبو د ځایولو وړتیا یې لرله، خو د ډېرو کلونو په تېرېدو دغه بند له ۴۳ سلنه له رسوباتو ډک شوی او اوس یې د اوبو زېرمه کولو وړتیا ۲۸۸ میلیونه متره مکعبه اوبو ته راټیټه شوې ده.

چارواکي وايي، د دهلې بند د دېوالونو په لوړولو سره به دغه بند د ۷۸۲ میلیونه متره مکعبه اوبو وړتیا ولري چې د دې ولایت کروندګر او باغ لرونکي به بشپړ کال د کرنې او مالدارۍ لپاره کافي اوبه ولري.

نوموړي دغه راز یادونه وکړه چې د کرنې وزارت ته یې قناعت ورکړ چې د دهلې بند اړوند خپلې چارې پيل کړي چې د ارغنداب اوبو مدیریت دی.

د ده په خبره، څو اوونۍ مخکې د کرنې وزیر ډاکټرانوارالحق احدي د یوه پلاوي په ملتیا کندهار ته سفر وکړ او دغلته یې د ارغنداب اوبو د مدیریت لویه پروژه پرانیستله.

پر دې پروژه ټولټال ۳۴۸ میلیونه ډالر لګول کېږي چې د اسیايي پراختیايي بانک له خوا ورکول کېږي چې ۶۰ میلیونه ډالر یې د کرنې وزارت له خوا ورکول کېږي.

د دهلې بند اړوند د دویمې او درېيمې درجې کانالونو جوړول، له شته اوبیزو سرچینو څخه په کرنه کې اغېزناکه ګټه اخیستل، د حاصلاتو زیاتوالی، د اوبه خور د څاڅکو سیسټم ترویج، د نوو باغونو جوړول، د شنو خونو جوړول او په دې برخه کې بزګرانو ته روزنه ورکول د دې پروژې مهمې برخې جوړوي.

خانزاده د کرنې او کلیو پراختیا اړوند سکتور کې د زون په کچه د ۱۰۰ میلیونو امریکايي ډالرو په ارزښت د کرنیز کمپلکس جوړول هم یاد کړل چې چارې یې روانې دي.

والي دغه راز د یوې بلې مهمې پروژې (حضرت عمر بن خطاب جامع جومات) په اړه وویل چې د جوړولو پاتې چارې یې د جمهوري ریاست د ملي براختیا ادارې ته سپارل شوي چې ډېر ژر به پيل شي.

نوموړي د اصلاحاتو په لړ کې د پوهنې د ریاست یادونه وکړه چې د چارو د څېړلو لپاره یې یوه کمېټه ګومارل شوې او ډېر ژر به په کې د اصلاحاتو لړۍ پيل شي.

خو ده خبر ورکړ چې د دې ریاست د ستونزو د هواري لپاره یې هم اقدام کړی چې له مخې یې د ۳۷ ښوونځیو لپاره نوې ودانۍ جوړېږي، په راتلونکو دوو میاشتو کې به ۱۶۰۰ زره درسي کتابونه کندهار ته راولېږدول شي او تر ټولو مهمه دا چې د ۴ زره ښوونکو تشکیل منظور شو.

خانزاده وویل، د کندهار پوهنتون او اناستو پوهنتون اړوند کمپلیکس د احاطې دېوالونو، سړکونو، کدري روغتون او انجنیري پوهنځي ودانیو د جوړولو لپاره یې اقدام کړی چې تر راتلونکو شپږو میاشتو به یې چارې پیل شي.

هغه زیاته کړه، په کاري ماموریت کې یې د زیربنا سکتور اړوند د کندهار ښاروالۍ له خوا د ۴۶۹۴۲ متره مربع او د CIP . . .

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.