کابل (پژواک، ٢٤ ورى ١٤٠٠) : د امریکا ولسمشر جو بایډن، په پام کې لري چې د روان کال د سپتمبر تر ۱۱پورې امریکایي ځواکونه له افغانستان څخه وباسي.
امريکا غږ د واشنګټن پوست ورځپاڼې د راپور په حواله خبر ورکړى، چې چې تمه ده دغه پريکړه د چهارشنبې په ورځ په ه رسمي توګه اعلان شي.
په دې توګه ټاکل شوې چې امریکایي ځواکونه د امریکا-طالبانو د دوحې د پریکړې څځه څلور میاشتې زیات په افغانستان کې پاتې شي.
سرچينې زياته کړې، خو د ۲۰۲۱کال د سپتمبر په ۱۱د ځواکونو ایستل به په بشپړه توګه د ۲۰۰۱کال د سپتمبر د ۱۱بریدونو په شلمه کالیزه کې وشي چې په افغانستان د امریکا د پوځي ماموریت لامل شوي وو.
له دې دمخه طالبانو ګواښ کړی و چې که امریکا د می د میاشتې په لومړۍ نیټه افغانستان نه خپل ټول ځواکونه ونه باسي تاوتریخوالی به زیات شي.
د رسمي شمیرو له مخې همدا اوس ۲۵۰۰امریکایي سرتیري په افغانستان کې میشت دي. سربیره پر دې د ناټو د غړو هیوادونو ۷ زره سرتیري هم په افغانستان کې دیره دي.
د مۍ د میاشتې وروسته په افغانستان کې د امریکایي سرتیرو د پاته کیدو تصمیم د افغانستان د وضعیت له څیړلو وروسته نیول کیږي.
د واشنګټن پوست د راپور له مخې د جو بایډن اداره پدې باور ده چې طالبانو سره د مصالحې هڅو سم پرمختګ ندی کړی او دغه ډله لا هم یو امنیتي ګواښ ګڼل کیږي.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن