کابل (پژواک، ۲۴ وری ۱۴۰۰): یو متقاعد جنرال، په افغانستان کې د لومړني ولسمشر محمد داوود خان د وژلو پېښې په ګډون د تېرو څلورو لسیزو جګړو زړه بوږنوونکې کیسې کوي، له ښکېلو غاړو غواړي چې یوموټی شي او د افغان وژنې دغه اوږده لړۍ پای ته ورسوي.
پنځه اتیا کلن متقاعد جنرال بادشاه میر تڼی د خوست ولایت د تڼیو ولسوالۍ اصلي اوسېدونکی دی او دا مهال په کابل ښار کې ژوند کوي.
تڼی له حربي پوهنتونه فارغ شوی، د ملي دفاع وزارت په بېلابېلو برخو کې یې دندې ترسره کړې، د ۱۳۵۷ کال د غویي له کودتا لږ وروسته یې هجرت کړی، په ۱۳۷۱ کال کې یې د جنرالۍ رتبه اخیستې او د حامد کرزي واکمنۍ په لومړیو کې د تورن جنرالۍ په رتبه تقاعد شوی دی.
جنرال تڼي د خپل کور په یوه خونه کې د هغه مهال خپل انځورونه لګولي چې پوځي جامې یې پر تن دي او غښتلی ځوان دی، خو اوس یې ځواني له لاسه ورکړې، دنګه ونه یې کږه شوې، اوږده سپینه ږیره لري او په لګړه ګرځي.
دغه متقاعد پوځي د افغانستان له ناخوالو ډېرې ترخې خاطرې لري.
هغه په داسې حال کې چې په لړزېدلو لاسونو یې امسا لګوله، د مرکې خونې ته راننوت او د پژواک خبري اژانس خبریال سره یې خپله مرکه داسې پیل کړه: “د هېواد جګړې او بد حالات مې ځوروي، درېغه هېواد کې مو سوله وای او د جګړو د ناخوالو پر ځای مو د سولې د خوږو یادونو کیسې کولای.”
تڼي وویل چې لومړی ځل یې د ظاهرشاه واکمنۍ پر مهال د څرخي پله پولیګون ته څېرمه د څلورم ځواک (قوه چهار) د حفظ او مراقبت امر په توګه دنده ترسره کړې ده.
هغه وایي چې د محمد داوود خان له واکمنۍ وروسته د خلق ډموکراتیک ګوند حکومت د کابل ښار په پولیګون سيمه کې د ده په مخکې یو شمېر کسان وژلي دي.
جنرال تڼی شېبه داسې چوپ پاتې شو، تا به ویل چې اوس هم پولیګون کې د وخت د حاکمانو له خوا د انسانانو وژلو صحنه ګوري او کریکې یې خبرو ته نه پرېږدي.
وروسته هغه خبرې پیل کړې، ویې ویل چې د هغه مهال شوي ظلمونه به یې تر قیامته هېر نه شي.
ده وویل چې د ۱۳۵۷ کال د غویي اوومې کودتاچیانو، پخوانی ولسمشر محمد داوود او د هغه د کورنۍ شاوخوا ۱۶ غړي د ده په مخ کې په پولیګون کې تر خاورو لاندې کړل.
هغه وایي: “د شپې یوه بجه وه، یو قسم ترپال داره موټر چې دایروي شکله ګروپونه یې لرل، راغی او [پولیګون کې] زموږ په مخ کې ودرېد، راغلو کسانو غږ وکړ چې جسدونه ښکته کړئ. دوه عسکر موټر ته ور وختل، لومړی مړی یې راښکته کړ، ما ونه پېژاند او کندې ته یې ور وغورځاوه، ورپسې یې دویم مړی راښکته کړ، ما وپېژاند چې داوود خان دی… داوود خان او د هغه د کورنۍ شاوخوا ۱۶ غړي یې همدې کندې ته ور وغورځول.”
دی وایي چې په دغه وخت کې د وخت «کمونیستي رژیم» ځیني لوړپوړي چارواکي هم حاضر وو او د دغه بهير څار یې کاوه.
هغه زیاتوي: “کله چې ټول شهیدان له موټره را ښکته کړل شول، ما خپلو عسکرو ته امر وکړ چې د موټر څخه شین ترپال راخلاص کړي او پر وژل شوو کسانو يې ور واچوي… وروسته یې ټول خښ کړل، د مخابرې جيپ یې هم په سر ورته وګرځاوه او چارواکي او موټر همداسې ترې روان شول.”
تڼی وایي چې وروسته یې د یاد ډله ییز قبر ځای داسې په نښه کړ چې له سړکه تر قبره ۹۵ قدمه واټن و او په ۱۳۸۷ کال کې ده د سیمې د دوو نورو کسانو په مرسته دغه قبر د داوود خان د کورنۍ غړو او حکومت ته ور وښود.
ځینو سرچینو یاد دوه نور کسان د حمیدالله او مولاګل په نومونو یاد کړي او ویلي یې دي چې دغه دواړه د یادې سیمې ملکان دي.
د داوود خان له وژل کېدو شاوخوا ۳۰ کاله وروسته د هغه او د کورنۍ د غړو مړي یې وموندل شول او د کابل ښار دارالامان سيمې ته نږدې د سکارټ پر غونډۍ د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې خاورو ته وسپارل شول.
ټني وایي چې د ظاهرشاه د وخت «په وطن مین صدراعظم موسی شفیق» او د هغه څو ملګري یې هېر نه دي چې د خلق ګوند د واکمنۍ کسانو په پولیګون کې د ده په مخ کې ووژل.
ټنی وایي: “یوه شپه یو موټر پولیګون ته راغی، ځیني کسان یې ترې راښکته کړل، نور یې ما نه پېژندل، خو درې کسان مې په کې پېژندل چې یو پخوانی صدراعظم موسی شفیق و، یو وفی الله سمعي د عدلیې وزیر او یو د پکتیا والي محمد ګل و.”
د هغه په وینا، موسی شفیق هغو کسانو ته چې دغه یاد درې کسان یې پولیګون ته راوستي وو، وویل: “زه ګنګهار نه یم، نارینه اولاد هم نه لرم، دوې لورانې لرم، زما ګناه څه ده؟ دوی ورته وویل، ته ګنهګار یې تا د هلمند اوبه خرڅې کړې دي. موسی شفیق ورته وویل چې زه سره له دې چې د وخت صدراعظم وم، په خپل کور کې په سترنجي ژوند تېروم او تر کومه ځایه چې د هلمند د اوبو خبره ده، نو شورا يې په اړه پرېکړه کړې وه، ما خو یواځې لاسلیک پرې کړی و. وروسته له هغه یې پرې د شا له خوا ډزې وکړې، شفیق، سمعي او محمدګل یې درې واړه ووژل او کندي ته یې ور وغورځول.”
تڼی وایي چې وروسته کمونستانو اوازه خپره کړه چې موسی شفیق له زندانه د اوبو په ټانکر کې تښتېدلی دی.
ځینې سرچینې وایي چې موسی شفیق د داوود خان د واکمنۍ پر مهال دوه نیم کاله زنداني او بیا خوشی شو، خو د ۱۳۵۷ کال د غويي اوومې له کودتا وروسته د دويم ځل لپاره بندي شو او د همدغه کال د غويي په ۲۴مه ووژل شو.
موسی شفیق د وخت د لومړي وزیر په توګه په ۱۳۵۱ کال کې له ایران سره د هلمند د اوبو یو تړون لاسلیک کړ؛ د دغه تړون له مخې، د هلمند سیند شل سلنه اوبه چې په یوه ثانیه کې ۲۶ متره مکعبه کېږي، د ایران حقابه ټاکل شوې ده.
شفیق په داسې حال کې د «هلمند اوبو خرڅولو» په تور وژل شوی چې اوس خلک د هلمند سیند په اړه د یاد تړون پلي کېدل غواړي او افغان ولسمشر محمد اشرف غني هم دغه تړون د شفیق له مهمو کارونو بللی دی.
د ټني په وینا، دا یواځې داوود خان او د هغه د کورنۍ غړي، موسی شفیق او ورسره دوه نور کسان نه وو چې د خلق او پرچم ګوندونو واکمنیو پر مهال ووژل او په پولیګون کې تر خاورو لاندې شول، بلکې هره ورځ به لسګونو کسان نیول کېدل، په پولیګون کې به وژل کېدل او یا به هم ژوندي تر خاوري لاندې کېدل.
د خلق ډيموکراتیک ګوند د ۱۳۵۷ کال د غويي په اوومه کودتا وکړه، د داوود خان جمهوري نظام یې ړنګ کړ او ورپسې د شوروي پوځیانو د خلق او پرچم ګوندونو د حکومت په ملاتړ پر افغانستان یرغل وکړ. افغانانو د دغه یرغل پر وړاندې مقاومت وښود، لکونو افغانانو قربانۍ ورکړې او د شوروي پوځیان یې له افغانستانه وتلو ته اړ کړل.
وروسته کورنۍ جګړې رامنځته شوې، بیا د طالبانو تحریک رامنځته او واک ته ورسېد او وروسته د امریکا او ناټو ځواکونو پر افغانستان برید وکړ، د طالبانو واکمني یې ړنګه کړه، خو جګړه لا هم روانه ده او هره ورځ له افغانانو ژوند اخلي.
جنرال ټني همدغو ناخوالو ته په اشاره وایي: “زما چې کومې جګړې په یاد دي، په ټولو کې افغانان په یوه او بل نوم د یوه هېواد او بل هېواد په دستور وژل شوي دي.”
دغه جنرال وایي: “یوه ورځ دغو کمونستانو له یو بل سره ویلي وو چې تڼی هم باید ختم کړای شي، زیاتې پېښې یې لېدلې، موږ ته به کومه ورځ جنجال وګوري، هغه کوم کس چې چای ورته اچاوه، هغه زما ملګری او د قوماندان یاور و، زه یې پوه کړم… همداسې راغلم کور ته، درېشي مې وباسله او خوست ته ولاړم، هلته هم اور بل و، حتی تر دې چې چا څراغ په خپله کوټه کې نه شو لګولی، که څراغ به دې ولګاوه، سبا به درڅخه پوښتنه کېده چې شپې درکره څوک و او څه مو کول؟ دلته مې هم ګوزاره ونه شوه او همداسې پاکستان ته ولاړم او د حامد کرزي د حکومت په لومړیو کې بېرته هېواد ته راغلم.”
دغه متقاعد پوځي په افغانستان کې د سولې ارمان کوي وایي چې هغه وخت هم د سولې د تشې احساس کېده خو جګړه پردۍ وه او پر افغانان چا زړه نه سوځاوه.
هغه زیاتوي: “ډېرې جګړې عقلاني نه دي، څوک چې جګړو ته لمن وهي، څوک چې پر عامو خلکو رحم نه کوي او زړه نه سوځوي، څوک چې د مقام او رتبې لپاره خلک وژني، د رټلو وړ دي او خدای (ج) به ورسره سخت حساب وکړي.”
دغه جنرال وایي چې اوس هم په افغانستان کې سولې ته ډېره اړتیا ده، روانه جګړه باید ودرول شي؛ ځکه چې دواړو خواوو ته افغانان وژل کېږي.
تڼی زیاتوي: “افغانان د سولې لپاره دومره تږي دي لکه په روژه کې چې یوه کس لو کړی وي او ماښام د روژه ماتي لپاره شېبې شمېرې.”
دی په افغانستان کې د جګړو دواړو لورو ته په خطاب کې وایي: “هغه خلک وایي چې، ځې ځې ابازو له به راځې- چې څومره جګړې وکړئ، غیر له افغان وژلو به هیڅ هم لاسته رانه وړئ، اخر به سوله کوئ، خو ښه دا ده چې ژر سوله وشي څو نور د بېګناه افغانانو وینې تویې نه شي. موږ د دی خبرې شاهدان یو چې ډېرو کسانو له بېلابېلو ولایتونو غږ وکړ چې موږ د خپلو وژل شوو کسانو وینه دربښلې، نور سوله وکړئ.”
دی وایي چې سوله ښه ده، سوله ویاړ دی، په سوله کې ژوند، پرمختګ او هوساينه ده او نیکمرغه مشران او خلک هغه دي چې د خپلو دردېدلو افغانانو اوښکې پاکې کړي او د سولې لقب ګټلو لپاره هڅې وکړي.
ده هیله څرګنده کړه چې د ترکیې ناسته د افغانستان لپاره یوه ښه پایله ولري، څو په افغانستان کې د جګړو دغه اوږد بهیر ته د پای ټکی کېښودل شي.
ټاکل شوې په افغانستان کې د سولې لپاره د ترکیې ناسته په روانه اپرېل میاشت کې د سیمې او نړۍ د ځينو هېوادونو د استازو، د افغان دولتي چارواکو، سیاستوالو او طالبانو د استازو په ګډون د ملګرو ملتونو سازمان تر نظارت لاندې جوړه شي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP