کندهار (پژواک، ۲۴ وری ۱۴۰۰): د کندهار- سپین بولدک لومړی لاټ دویم لین سړک د کندهار د والي او ټولګټو چارو د وزیر له خوا پرانیستل شو چې په دې مراسمو کې ولسمشر انلاین ګډون کړی و.
په دې اړه د ارګ په چهار چنار ماڼۍ او د کندهار ښار په هوايي ډګر کې مراسم جوړ شوي وو چې لسګونو نورو چارواکو، قومي مشرانو او مخورو په کې ګډون کړی وو.
د مراسمو په پيل کې د چارو ادارې لوی رییس ډاکټر فضل محمود فضلي وویل، د ولسمشر په لارښوونه او پاملرنه د متوازن پرمختګ په چوکاټ کې د (سل ورځې او سل زېري) پروګرام چې د کمال خان بند له پرانستې سره پیل شو، دوولس اوونۍ به په ټول هېواد کې دوام وکړي.
هغه زیاته کړه، نن د ټولګټو وزارت، کابل ښاروالۍ او پلازمېنې زون پراختیا ادارې له خوا د (ښاري ودې او لار جوړولو اوونۍ) کې د ۲۵،۴ میلیارده افغانیو په لګښت ۲۸ پروژې ګټې اخیستنې ته وړاندې کېږي.
د ټولګټو چارو وزیر نجیب الله یمین د ښورابک- سپین بولدک او ښرنې- انګور اډې د لارو په ګډون د ۳۶۶ کیلومتره سړکونو، ۸۴۰ پلچکونو او ۲ لویو پلونو جوړولو په اړه معلومات وړاندې کړل.
کابل ښاروال محمد داوود سلطانزوی د پل پاچا، پل شینې او دریو ګذرونو اړوند د بیارغونې د پروژو او د پلازمېنې زون پراختیا ادارې رییس نجیب الله شینواري بیا به بېلابېلو ولایتونو کې د خپلو اړوندو پروژو په تړاو معلومات ورکړل.
ولسمشر د دغو پروژو د پرانیستې پر مهال وویل، د خوښۍ ځای دی چې نن په هېواد کې د میلیاردونو ډالرو په لګښت بیارغنیزې پروژې پرانیستل کېږي.
ولسمشر د خپلو خبرو په لړ کې په شهید سردار محمد داوود خان روغتون کې له عملیاتو وروسته د ولس له خواخوږۍ او د ډاکټرانو له خدماتو مننه وکړه.
ولسمشر خپل لومړي مرستیال ته سپارښتنه وکړه چې یاد شوی روغتون دې د تجهیزاتو او امکاناتو له پلوه د هېواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو د درملنې په لومړۍ درجه روغتون بدل شي.
هغه د پروژو پر ساتنې، د لویو بار وړونکو موټرو پر جدي څار، د ځمکو د غصب پر مخنیوي او د پرمختګ پر متوازنوالي ټینګار وکړ.
ولسمشر وویل، سوله راتلونکې ده خو موږ باید انکشافي پروژو ته جدي پاملرنه وکړو او د افغانستان راتلونکی خوندي کړو.
وروسته د کندهار والي روح الله خانزاده د ټولګټو چارو د وزیر نجیب الله یمین په ملتیا د کندهار- سپین بولدک سړک په اوږدو کې د شنې ساحې ایجادونو په موخه نیالګي کښېنول او د یاد شوي سړک په اړه یې معلومات وړاندې کړل.
هغه وویل، د کندهار-سپین بولدک د لومړي لاټ دویم لاین سړک ۴۰ کیلومتره اوږدوالی لري چې په اوږدو کې یې ۹۶ پولګوټي او د ۳۲۰ متره په اوږدوالي لوی پول هم جوړ شوي دي.
ده زیاته کړه، یاد شوی سړک د ۱ میلیارد او ۳۳۷ میلیونه افغانیو په لګښت د ۳۷ میاشتو په موده جوړ شوی چې نن ګټې اخیستنې ته وړاندې شو.
نوموړی خبرداری ورکړ چې موټر چلوونکي دې پر دې او ټولو لویو لارو د اضافي وزن له لېږدول ډډه وکړي، که څوک سرغړونه وکړي جدي قانوني چلند به ورسره وشي.
ده یادونه وکړه چې د سپین بولدک د دویم لاټ سړک د جوړولو چارې روانې دي او تر دې مهاله ۷۰ سلنه بشپړې شوي چې له بشپړېدو وروسته به پرانیستل شي.
د کندهار اوسېدونکي د یاد شوي سړک په جوړېدو خوښ دي او په ساتنه کې یې هم له حکومته د څار غوښتنه کوي.
د کندهار ښار اوسېدونکي عبدالقیوم پژواک خبري اژانس ته وویل، د دغه سړک له معیاري جوړېدو سره کورنۍ او بهرنۍ سوداګري غوړېږي او خلکو ته به ډېرې اسانتیاوې برابرې شي.
خو ده غوښتنه وکړه چې د ترانسپورټ ریاست دې پر دې سړک هغو موټرو ته تګ اجازه نه ورکوي چې اضافي بار لېږدوي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP