ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

يوناما: په ملکي تلفاتو کې ٢٩ سلنه زياتوالى راغلى

يوناما: په ملکي تلفاتو کې ٢٩ سلنه زياتوالى راغلى

author avatar
14 Apr 2021 - 12:35
يوناما: په ملکي تلفاتو کې ٢٩ سلنه زياتوالى راغلى
author avatar
14 Apr 2021 - 12:35

کابل (پژواک، ٢٥ ورى ١٤٠٠) : د ملګرو ملتونو د يوناما دفتر وايي چې په تېرو درېيو مياشتو کې په افغانستان کې څه باندې١٧٠٠ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې، چې د تېر کال د همدې مودې په پرتله ٢٩ سلنه زياتوالى ښيي.

په کابل کې د ملګرو ملتونو د دفتر يوناما د بشري حقونو څانګې له خوا د ۲۰۲۱ زېږديز کال د لومړيو درېيو مياشتو د ملکي تلفاتو راپور نن د وري په ٢٥مه، خپور شوى.

په دې راپور کې راغلي، په افغان جګړه کې ملکي وګړو ته په پراخه کچه زیان اوښتل په دوامدار ډول دوام لري او یوناما موندلې چې د ۲۰۲۱ کال په لومړیو درېیو میاشتو کې د وژل شویو او ټپي شویو ملکي وګړو کچه د تېرکال ورته مودې په پرتله لوړه ده.

سرچينې زياته کړې، په وسله واله جګړه کې د ملکي وګړو د خوندیتوب د ۲۰۲۱ کال د لومړۍ ربعې راپور چې نن خپور شو، ۱۷۸۳ ملکي مرګ ژوبله (۵۷۳ وژل شوي او ۱۲۱۰ټپیان) ثبت کړې ده، چې د تېرکال ورته مودې په پرتله ۲۹ په سلو کې لوړوالی ښيي.

په خبرپاڼه کې راغلي چې په ياده موده کې د ښځو په مرګ ژوبله کې د ۳۷ په سلو کې زیاتوالي او د ماشومانو په تلفاتو کې د ۲۳په سلو کې زیاتوالي په اړه دی.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې دیبرا لاینز ويلي”: د ملکي افغانانو او په ځانګړې توګه د ښځو او ماشومانو وژل کېدل او ټپي کېدل ډېره خواشينونکې ده. زه له ښکیلو اړخونو غواړم چې د مخنیوي لپاره یې په بېړه یوه لاره پیدا کړي.”

يوناما ويلي، د ۲۰۲۰ کال په سپټمبر میاشت کې د افغانستان د سولې د خبرو اترو له پیل وروسته د ملکي وګړو د وضیعت د ښه کېدو په اړه هيلې را پيدا شوې، خو د ۲۰۲۰ کال له اکتوبره د ۲۰۲۱ کال د مارچ ترمنځ شپږو میاشتو کې، ترهغه د وړاندې کال د ورته مودې په پرتله يوناما د ۳۸ په سلو کې ملکي تلفاتو لوړوالی ثبت کړی دی.

د يادولو ده چې د ۲۰۲۰ کال په فبرورۍ کې دواړو د افغانستان حکومتي ځواکونو او طالبانو د تاوتریخوالي پر یوې اوونۍ کموالي موافقه وکړه، او په ډاګه یې کړه  چی سیاسي ژمنتیا کولی شي د افغانانو ژوند وژغوري. خو له بده مرغه دافغانستان د سولې د خبرو اترو له پيل راهيسې د تاوتریخوالي پر کوم بل کموالي موافقه ونه شوه.

د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې چې د یوناما مشره هم ده، زياته کړې:”  د سولې له هر ممکن فرصت څخه باید ګټه پورته شي. که په عاجله توګه د تاوتریخوالي کچه را ټیټه نه شي، د زرګونو ملکي افغانانو وژنه به د خپلو نورو افغانانو له خوا د ۲۰۲۱ کال په اوږدو کې دوام ومومي.”

د ۲۰۲۱ کال په لومړۍ ربع کې د ملکي تلفاتو د عمومي زیاتوالي عوامل ترډېره د تېرکال د وروستیو په څېرد ځمکنیو جګړو، ځای پرځای شویو چاودېدونکو توکو او په هدفي وژنو کې زیاتوالی و.

په خبرپاڼه کې راغلي، د۲۰۲۱ کال په لومړیو درېیو میاشتو کې یوځل بیا د ډېرو ملکي تلفاتو(۶۱ په سلو کې) مسوولیت د حکومت وسله والو مخالفینو ته ور اوړي، په داسې حال کې چې حکومت پلوي ځواکونه د ټولو ملکي تلفاتو د تقریباً څه باندې څلورمې برخې (۲۷ په سلو) لامل شوي دي.

سرچينې زياته کړې، د ۲۰۲۰ کال د لومړۍ ربعې په پرتله یوناما د ۲۰۲۱ کال د لومړیو درېیو میاشتو په اوږدو کې د ملکي تلفاتو په شمېر کې زیاتوالی ثبت کړی چې دواړو، افغان ملي پوځ او طالبانو ته راجع شوی چې د ټولو ملکي تلفاتو د ۴۳ نیم په سلو کې مسوولیت طالبانو او د ۱۷ په سلو کې مسوولیت افغان ملي پوځ ته ور ګرځي.

Views: 29

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.