کابل (پژواک، ۲۶ وری ۱۴۰۰): د امریکا د بهرنیو چارو وزير چې کابل ته راغلی وايي، له افغانستان څخه د دوی د ځواکونو وتل به د داوړ هېوادونو ترمنځ د ستراتيژیکو مناسباتو د کمزورۍ په معنا نه وي.
د امريکا ولسمشر جوبايډن پرون د افغان شل کلنې جګړې د پاى ته رسولو او په رسمي توګه د خپلو سرتېرو د ايستلو اعلان وکړ. هغه وويل چې دوى به له راتلونکې مې مياشتې څخه د خپلو سرتېرو د ايستلو پروسه پيلوي او د روان زېږديز کال د سپتمبر تر مياشتې پورې به يې پاى ته رسوي.
د ناټو سازمان هم ورته اعلان کړى چې په همدې موده کې به له افغانستان څخه وځي.
د ولسمشرۍ له مطبوعاتي دفتر څخه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د افغانستان اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمداشرف غني نن غرمه د امریکا متحدو ایالاتونو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن سره چې د دغه هیواد د لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ کابل ته راغلی و، وکتل.
سرچينه زياتوي، په دغه کتنه کې چې په ګلخانې ماڼۍ کې وشوه، د جمهوري ریاست مرستیالانو، یو شمېر وزیرانو او دولتي مقاماتو هم حضور درلود.
د خبرپاڼې په حواله، د امریکا متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیرانتوني بلینکن د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د قربانیو قدرداني وکړه ویې ویل، له افغانستان څخه زموږ د ځواکونو وتل به د داوړ هیوادونو ترمنځ د ستراتېژیکو مناسباتو د کمزورۍ په معنی نه وي او د امریکا متحده ایالاتونه له افغان دولت او خلکو سره خپلو تعهداتو ته ژمن دي.
هغه زیاته کړې، د امریکا متحده ایالتونه له افغانستان او د دغه هیواد له امنیتي او دفاعي ځواکونو څخه خپل ډیپلوماتیک او بشردوستانه ملاتړ ته ادامه ورکوي او د افغانستان سولې بهیر د اسانتیا په موخه به خپلو هڅو ته دوام ورکړي.
په خبرپاڼه کې راغلي چې جمهور رئیس غني د امریکا د بهرنیو چارو وزیر او مل پلاوي ته د ښه راغلاست پر مهال د افغانستان دولت او خلکو سره په تېرو دوو لسېزو کې د یاد هیواد او ټولو بین المللي شریکانو د مرستو او همکاریو مننه وکړه.
نوموړي د تروریزم پر ضد د ټولو هېوادونو پر ګډې مبارزې ټینګار وکړ ویې ویل، له افغانستان څخه د امریکا متحدو ایالتونو ځواکونو د وتلو پرېکړې ته درناوی کوي او د افغانستان دولت به هڅه وکړي چې د لېږد په پروسه کې لازمه همکاري ترسره کړي.
اشرف غني د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو وړتیاوې یادې کړې ویې ویل، زموږ زړورو امنیتي او دفاعي ځواکونو په ډاګه کړه چې په یواځې توګه د خپلې خاورې او هیواد د ساتنې او دفاع وړتیا لري او د افغانستان ولس د خپلو امنیتي او دفاعي ځواکونو ملاتړی دی.
د هغه په خبره، اوس چې د امریکا متحده ایالات له افغانستان څخه د خپلو ځواکونو د وتلو هوډ لري، د دواړو هېوادونو ترمنځ د متقابل درناوي او ګډو ګټو پر محور د همکاریو نوي فصل د پیل په اړه یوه واضح بحث ته اړتیا ده.
د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې، د دغې کتنې په پای کې دواړو لوریو هوکړه وکړه چې د لېږد بهیر او د همکاریو د نوي فصل د پیل په موخه به اړیکې او خبرې همداراز دوام ومومي.
Views: 21
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن