کابل (پژواک ۲۶ وری ۱۴۰۰): د کرنې وزارت وايي چې په ۱۳۹۹ کال کې د هېواد په کچه ۲۹۹ مټریک ټنه ځمکني توتان تولید شوي دي.
دغه مطلب له ياد وزارت څخه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلی دی.
سرچينه زياتوي، هرات کې په ۳۱ هکټاره ځمکه ځمکني توتان کرل شوي و چې د تولید کچه یې ۱۵۵ مټریک ټنه ده. له هرات وروسته په کندز او بلخ کې هم تېر کال ډېر ځمکني توتان تولید شوي دي. د فاریاب، دایکنډي، سرپل او میدان وردګو په ولایتونو کې هم ځمکني توتان کرل کېږي.
سرچينه کاږي، په ۱۳۹۹ کال کې په ټولیزه توګه د هېواد په کچه په ۶۲ هکټاره ځمکه کې ځمکني توتان کرل شوي و.
د کرنې وزارت د معلوماتو په اساس، افغانستان د ځمکني توتانو کرکېلي او پالنې لپاره مناسبه اوبه او هوا لري او په دې وروستیو کلونو کې د خلکو ترمنځ د دې مېوې کرکېله او پالنه دود شوی دی.
دغه وزارت زياتوي، ځمکني توتان ډېر ویټامېنونه او مغذي مواد لري او په بازار کې هره کیلو یې تر ۲۰۰ افغانۍ خرڅېږي.
Views: 57
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن