کابل (پژواک، ۲۷ وری ۱۴۰۰) : ولسمشر اشرف غني وایي چې له هیواده د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته هم له امریکا سره امنیتي او د ستراتېژیکو اړیکو قراردادونه پر ځای دي.
له ارګ څخه د وري په ۲۷مه، پژواک اژانس ته په یوه استول شوې خبرپاڼه کې راغي چې ولسمشر اشرف غني دا څرګندونې نن د هسپانیې د بهرنیو چارو وزیرې ارانجا ګوزالیز لایا سره په ټیلیفوني خبرو کې کړې دي.
سرچینې زیاته کړې، په دغه ټلیفوني مکالمه کې چې د هیواد لومړۍ مېرمن او یو شمېر دولتي مقاماتو هم حضور درلود، دواړو لوریو د سولې پروسې، د امریکا د وروستۍ پرېکړې او له افغانستان سره د همکاریو د دوام په اړه بحث او خبرې وکړې.
ولسمشر له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو د وتلو په اړه د امریکا متحدو ایالتونو وروستۍ پرېکړې ته په اشارې وویل : " موږ دوه کاله مخکې هم د ورته تصمیم په انتظار وو، ما له ولسمشر بایډن او د دغه هیواد د بهرنیو چارو وزیر سره خبرې وکړې او دوه اړخیز قراردادونه په ځانګړي ډول د دواړو هیوادونو ترمنځ امنیتي او د ستراتېژیکو اړیکو قرارداد پر ځای دی."
هغه زیاته کړه: " موږ له امریکا سره د اړیکو نوي فصل ته داخل شوي یوو، له افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو سره به د دغه هیواد مرستې دوام ومومي او د هغو پر میکانیزمونو به خبرې وکړو. "
ولسمشرغني وویل، له افغانستان څخه د امریکا او ناټو ځواکونو د وتلو مهالوېش او د کټګورۍ د ترتیب او په دې اړه چې د دوی کوم تاسیسات او وسایل زموږ ځواکونو ته پاتې کېږي، باید خبرې وشي.
ده وویل، د دغو وتلو پایلې باید وسنجول شي، ګاونډي هیوادونه په ځانګړي ډول پاکستان باید په خپلو پرېکړو کې دقیق وي.
ولسمشر غني وایي : "متاسفانه چې ۴۲ کاله کېږي چې افغانستان په جنګ کې قرار لري، موږ غواړو بې طرفه هیواد واوسو او په داسې حال کې د سولې هرکلی کوو چې طالبانو د سولې لپاره لاسته راغلی فرصت رد کړی دی. "
د دغه ټلیفوني تماس په پای کې د هسپانیې د بهرنیو چارو وزیرې د افغانستان دولت د غوښتنو د تایید پر مهال، د سولې پروسې او په بېلابېلو برخو کې د افغان ښځو د ونډې له پياوړتیا خپل ملاتړ څرګند کړ وې ویل، د ناټو غړو هیوادونو سره به افغانستان څخه د لازیات ملاتړ په هکله خبرې وکړي.
نوموړې همداراز څرګنده کړه، موږ له افغانستان څخه خپل ملاتړ ته ژمن یوو او د دیجیټلي کولو او ښاري پراختیا په برخو کې به لازمه همکاري وکړو.
You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.