ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

حسن حکیمي: کابو یوه نیمه لسیزه مې د سولې لپاره عدالت غوښتنه کړې

16 Apr 2021 - 11:08
16 Apr 2021 - 11:08

فیروزکوه (پژواک، ۲۷ وری ۱۴۰۰): د غور ۳۶ کلن اوسېدونکی چې روانه جګړه کې یې ۱۱ خپلوان وژل شوي او د جګړې ټغر ټولولو په موخه یې تر اوسه په یاد ولایت کې د منځګړتوب له لارې سلګونه داسې اختلافي قضیې حل کړې چې د وینې تویېدو لامل کېدې، دی وايي د افغان جګړې لمن یوازې د خلکو او مذاکرې له لارې ټولېدای شي او بس.

محمد حسن د غور ولایت مرکز فیروزکوه ښار شمال ختیځ ته په ۱۵ کیلومترۍ کې د قطس کلي اوسېدونکی دی، هغه واده کړی او څلور اولادونه لري.

حکیمي وايي، په داسې ولایت کې ژوند کوي چې نامسووله وسلې والې ډلې، سیمه ییز زورواکي او طالبان په کې له اندازې ډېر فعالیت لري.

هغه له تېرو ۱۵ کلونو راهیسې په خپل ولایت کې له مشرانو او سپین ږیرو سره یو ځای د کورنیو او ځینو قومونو ترمنځ اختلافي قضیې حل کوي، نوموړی توانېدلی چې د ۵۰۰ لویو او کوچینو اختلافي قضیو (د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی، د قومونو ترمنځ شخړې، کورني مسایل، د ځمکې پر سر شخړې، سیمه ییزې شخړې او نورو) په حل کې اساسي رول ولري.

حکیمي وايي، هڅه کوي چې د خپل پلار «محمد صفدر» لار چې د ښوونکي او قومي مخور په توګه یې د قومي شخړو په حل کې اساسي رول درلود، تعقیب کړي او خوشاله دی چې په دې برخه کې لاسته راوړنې هم لري.

هغه وايي: “پلار مې د یوه قومي مخور په توګه تر څو کلونو مخکې قومي شخړې حل او فصل کولې او ما د مدني ټولنې او ځوانانو له ادرسه په یو شمېر ناستو کې ګډون کاوه.”

داسې منځګړتوب چې د دوو قومونو ترمنځ د لویې شخړې رامنځته کېدو مخه یې نیولې:

حکیمي د قضیو، په ځانګړې توګه تاوتریخوالي رامنځته کوونکو قضیو د حل طریقه ګټوره ګڼي.

نوموړي د داسې قضیې د حل یادونه وکړه چې ښايي له امله یې لویه شخړه رامنځته شوې وای او ویې ویل: “تېر کال قطس سیمه کې د یوې پروژې د تطبیق لپاره د دوو لویو قومونو (سلطانیار او خدایار) ترمنځ شخړه رامنځته شوه، د دواړو قومو کابو ۶۰۰ کسانو له بېلونو او کولنګ سره راووتل، څو کسان ټپیان شول، کله چې زه له پېښې خبر شوم د سیمې سپین ږیرو او مشرانو په همکارۍ د شخړې ځای ته لاړم، له ډېر هڅو وروسته مو جګړه بنده کړه او د یوې لویې شخړې چې ښايي له امله یې لسګونه کسان وژل شوي او ټپیان وای، مخه ونیوله، له دواړو لورو مو ژمنه واخیسته چې د پروژې په تطبیق کې همکاري وکړي.”

دی وايي، د غور خلک تر ډېره پر جرګو باور لري؛ ځکه د اداري فساد له امله ډېر کم عدلي او قضايي بنسټونو ته مراجعه کوي او هڅه کوي چې خپلې قضیې د جرګو له لارې حل او فصل کړي.

د حکیمي په باور، په هېواد کې د جګړې دوام د نورو برخو په څېر د عدلي او قضايي ارګانونو فعالیت هم زیانمن کړی او په دې برخو کې پراخ فساد لیدل کېږي.

د هغه په خبره، په غور کې ډېرې شخړې د ځمکو د وېش او کورني تاوتریخوالي له امله رامنځته کېږي چې پر مالي زیانونو سربېره هر کال لسګونه کسان په کې وژل کېږي.

نوموړي چې د دغه ډول قضیو په حل کې پوره تجربه لري وویل: “تېر کال د تیمني قوم یوه نجلۍ د سلطانیار قوم له یوه ځوان سره تښتېدلې وه، د نجلۍ د قوم اړوند کسانو وسله پورته کړه، لارې وتړلې او غوښتل یې د هلک د قوم اړوند هر څوک یې چې ونیول وژني به یې، زه د څو قومي مشرانو په همکارۍ یادې سیمې ته ورسېدم، په قضیه کې له ښکېلو لورو سره مې خبرې وکړې او دوی مې قانع کړل چې له هلک سره  د نجلۍ د تېښتې موضوع د عدلي او قضايي ارګانونه وڅېړي او د دوو قومونو ترمنځ د یوې خونړۍ پېښې د رامنځته کېدو مخه مې ونیوله.”

حکیمي زیاته کړه، لسګونه ورته قضیې مې د منځګړتوب له لارې داسې حل کړې چې دښمني او تاوتریخوالي یې نه دي پاتې شوي.

د غور ځينې اوسېدونکي په کورنیو قضیو کې د منځګړی په توګه د حکیمي نېک کارونه ستايي:

د کوز قطس کلي اوسېدونکي ملا نورالدین پژواک ته وویل: “زموږ په کلي کې ځمکه وه، موږ ویل زموږ ده او بلخوا نورو قومونو ویل چې زموږ ده، زموږ ترمنځ شخړه رامنځته شوه او په لومړۍ مرحله کې څو کسان په کې ټپیان شول، ټاکل شوه وه بیا هم لویه جګړه وکړو خو له نېکه مرغه حکیمي خبر شو او له شپین ږیرو سره یو ځای زموږ کلي ته راغلو، له یو بل سره کېناستو، مخامخ خبرې مو وکړې او ستونزه مو حل شوه.”

د لعل او سرجنګل سیمې اوسېدونکی سعید چې هزاره قوم پورې تړاو لري، وايي، کله یې چې ایماق قوم ته لور واده کړه، د هزاره قوم خلکو د دغه تصمیم پر وړاندې اعتراض وکړ او د دې نکاح لغوه کېدو غوښتنه یې وکړه.

دی وايي، حسن حکیمي وکولای شول د دوی ترمنځ ښه منځګړیتوب وکړي او دغه مورد حل کړي.

هغه زیاتوي: “قومونه ټول شول او ویې ویل، ښه کار دې ونه کړ، یا طلاق واخله یا له دې سیمې کډه وکړه، لاړه شه د قیماق قوم خلکو ته، دغه موضوع ان قوماندان او ولسوال هم جدي نیولې وه، دوی هم د خلکو پلوي کوله، ما مدني ټولنې ته راجع کړه، همدغه حسن حکیمي لعل ته راغی، زموږ له قومونو سره پر خبرو سربېره یې دغه موضوع د رسنیو له لارې خپره کړه چې دولت او خلک غواړي د سعید پر وړاندې دغه اقدام وکړي، همدا وجه وه چې فشار وارد شو، ولسوال او قوماندان مې څنګ ته راغلل او خلکو ته یې قناعت ورکړ. کنه زموږ جنجال یا لویېدو یا زه مجبور وم له دې سیمې کوچ وکړم.”

حکیمي: د افغانستان قضیو د حل لپاره اوسنۍ هڅې تاریخي فرصت ګڼي

حکیمي د افغانستان قضیې د حل او ۴۰ کلنې جګړې د پای ته رسېدو یوازېنۍ لار خبرې او مذاکره ګڼي او وايي: “هرکله چې د جګړې ښکېل لوري سولې ته قوي اراده ولري او ترڅنګ یې منځګړي کسان هم رښتینې هڅې وکړي هر ډول غوټه خلاصېدای شي. د افغانستان ستونزې حل هم د دولت او طالبانو صادقانه ارادې او منځګړو هېوادونو هڅو ته اړتیا لري او بس.”

هغه په دوحه کې د سولې خبرې او ترکیې ناسته چې ټاکل شوې په راتلونکو اوونیو کې ترسره شي برخلیک ټاکونکي وبلل، دا یې د سولې ټینګښت لپاره غوره فرصت بولي او له مرکچي لوریو غواړي چې په دې ناسته کې له تاوتریخوالي زېږوونکو خبرو ډډه وکړي، په افغانستان کې دې اوږدې جګړې د پای ته رسولو لپاره دې په ډېر انعطاف او متانت یوه حل لار پیدا کړي.

نوموړی وايي، که افغان دولت او طالبان له اوسني فرصته لازمه استفاده ونه کړي، دی وېره لري چې افغانستان به له دې بدې ورځې تجربه کړي.

هغه هیله مندي ښيي چې همدغه د همپالنې سیمه ییز او نړیوال ټېم دې د جګړې پر ښکېلو لورو فشار وارد کړي چې افغانستان پایدارې سولې ته ورسېږي.

حکیمي وايي، د استانبول ناسته د افغانستان قضیو د حل لپاره تاریخي فرصت او نوې پاڼه ده.

دغه مدني فعال په افغانستان کې د بې مفهومه جګړې دوام ته په اشاره وویل، د ځینو هېوادونو د ګټو د خوندیتوب لپاره نیابتي جګړې، د مشرانو ترمنځ شدید اختلاف، او له شته فرصتونو څخه سمه استفاده نه کول هغه اساسي موارد دي چې افغانستان کې یې د جګړې لمن پراخه کړې ده.

هغه دې ته په اشاره چې ټول افغانان له جګړې ستړي شوي او نور یې د دوام حوصله نه لري، هیله مندي څرګنده کړه چې له دې وروسته د هېواد هېڅ ماشوم د پلار غم ونه ویني، هېڅ مور د اولاد غم ونه ګوري او هېڅ مېرمن د خاوند په مړینه تور پړونی پر سر نه کړي.

حکیمي د زرګونه غمځپلو هېوادوالو له ډلې دی چې جګړې ترې د خپلو خپلوانو قرباني اخیستې ده.

دی وايي، په تېرو پنځو کلونو کې یې ۱۱ نږدې خپلوان له جګړه کې وژل شوي دي.

حسن حکیمي وايي: “په دې ۱۱ نږدې خپلوانو کې چې په تېرو پنځو کلونو کې جګړه کې وژل شوي د تره، عمه او … زامن شامل دي چې د هر یوه په مړینه یې د کورنۍ د سلګونه غړو زړونه دردېدلي دي.”

حکیمي او مدني سوله خوښوونکي کارونه:

حسن حکیمي په غور ولایت کې د لومړني مدني بنسټ جوړوونکی دی او د وخت په تېرېدو سره یې د خلکو له خوا د «صدای غور» لقب ترلاسه کړ. نوموړی د خپلو عدالت غوښتونکو فعالیتونو له امله د خلکو ترمنځ په پېژندل شوې او احترام وړ څېره بدل شوی دی.

هغه نږدې یوه نیمه لسیزه راهیسې د بېلابېلو مدني حرکتونو له لارې د سولې لپاره عدالت غوښتنه کړې ده.

د حکیمي په خبره، د دې ترڅنګ چې نوموړي د قومونو ترمنځ جګړو کې د منځګړي رول درلود، د خلکو ترمنځ د یووالي او همدلۍ لپاره یې هنري او فرهنګي پروګرامونه هم ترسره کړي دي.

هغه وویل: “د نیالګیو له اېښودو د شخړو تر حل، د سولې رسامۍ، ورزشي سیالیو جوړولو، د زده کوونکو ترمنځ د ذهني سیالیو ترسره کولو، سولې اړوند هنري پروګرامونو، د سولې مقالو او سولې ورځو د لمانځلو بېلا بېل پروګرامونه جوړ کړي دي.”

نوموړي د خلکو ترمنځ د یووالي رامنځته کولو لپاره د غور ولایت ټولو ولسوالیو ته سفر کړی او د غور امنیتي وضعیت د ښه کېدو لپاره یې له سیمه ییزې کچې تر مرکزي او نړیواله کچه عدالت غوښتنه کړې ده.

هغه څو ځلې د خپلو مدتي او رسنیزو فعالیتونو له امله ناپېژندو کسانو او سیمه ییزو زورواکو ګواښلی او ان برید یې پرې کړی دی.

پر حسن حکیمي تازه د ۱۴۰۰ یم کال د وري میاشتې په اتمه هغه مهال وسله وال برید وشو چې له مېلمستیا د کور پر لور روان و خو نوموړی له دغه بریده روغ وواته.

یاد مدني فعال په افغانستان کې د جګړې د پای ته رسولو او دوامداره سولې ټینګښت په موخه تازه په غور ولایت کې د بیان ازادۍ د قربانیاتو د ملاتړ په پار د سولې او جګړې د انځورونو نندارتون جوړ کړ.

هغه په دې باور دی چې له سولې پرته ژوند ارزښت او ځای نه لري، له سولې پرته ژوند اصلا مانا نه لري او ژوند هغه وخت ارزښت پیدا کوي چې سوله وي او د دغه هېواد هر کس ځان جسما او روحا ارام احساس کړي.

په ورته توګه حسن حکیمي په غور ولایت کې د رسا غږ په توګه په خپل ولایت کې د مسکو، دوحې او استانبول ناستو، دولت او طالبانو ترمنځ د اوربند د اعلان په ملاتړ لسګونه ناستې ترسره کړې دي.

په غور ولایت کې د مدني ټولنو مسوول محمد وزیر نوراني د حسن حکیمي په اړه وايي: “حکیمي تل په هېواد کې د روانۍ جګړې او بې عدالتیو له امله ځورېده او په هېواد کې د دایمي سولې او ارامۍ د ټینګښت لپاره یې د ملي او نړیوالو ناستو له لارې عدالت غوښتنه کړې، روانه جګړه انسان وژنه او د سولې ټینګښت د خلکو اساسي اړتیا ګڼي او زه شاهد یم چې حکیمي د ارامه ټولنې د رامنځته کېدو په برخه کې ډېرې هڅې کړې دي.”

هغه وايي، وروسته له هغه چې حسن حکیمي د «ازادي راډیو د ولایت په ولایت» پروګرام کې د غور د والي په حضور کې د ناامنه وضعیت، د لارو تړل کېدو، خلکو د فقر او لسګونه نورو ستونزو یادونه وکړه، د غور والي یې د یادو څرګندونو پر وړاندې غبرګون وښود، په نتیجه کې د دغه ولایت یو شمېر خلک د والي نورمحمد کوهنوور پر وړاندې ودرېدل، د تحص خېمه یې ودروله او د والي د ګوښه کېدو غوښتنه یې وکړه.

حسن حکیمي وايي، ۲۸ ورځې یې د لاریون کوونکو ترڅنګ چې د تحصن خېمه یې درولې وه هغه هم عدالت غوښتنه وکړه.

هغه وویل: “خلک په غور کې له موجوده وضعیته ډېر ناراضه و، ځوانانو له ما څخه غوښتنه وکړه چې د غور لپاره عدالت غوښتنه وکړم، ۲۸ شپې ورځې مې تر خېمه لاندې تېرې کړې، تر دې چې حکومت مو غوښتنه ومنله او والي یې له دندې ګوښه کړ.”

حکیمي او د سولې، جګړې خبریالي:

حسن حکیمي په ۱۳۸۶ کال کې د «عدالت غږ» سیمه ییزه راډیو کې رسنیزه دنده پیل کړه، ور پسې د اتو کلونو لپاره په غور ولایت کې د پژواک خبري اژانس خبریال و، له ۲۰۱۱ کال څخه تر ۲۰۱۹ کاله یې په غور کې د سولې او جګړې انستیتیوت( IWPR )   د مناظرو او تحقیقي خبریال دند ترسره کوله.

په غور کې د سلام وطندار خبریال معروف سیدي د حسن حکیمي د مدني فعالیتونو په اړه وايي: “د حکیمي په څېر کم کسان پیدا کېږي چې په نننۍ ټولنې کې پېچلې قضیې چې له هر لوري ورته د مرګ ګواښ کېږي انعکاس کړي، له شک پرته د حکیمي تحقیقي راپورونه د موضوعاتو د بدلون لامل شوي او د نوموړي له خوا مثبت تاثیر لرلی، په یوه جمله کې وایم چې د حکیمي زړوتیا بې ساري ده.”

Hits: 171

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.