کابل (پژواک، ۲۲ غبرګولی ۱۴۰۵): د قزاقستاني رسنیو د راپور له مخې، افغانستان ته د دغه هېواد د غلې او اوړو صادرات په تېرو اتو میاشتو کې ۵۸ سلنه زیات شوي او له ۱.۳ میلیون ټنو څخه ۲ میلیون ټنو ته رسېدلي دي.
په یوه راپور کې چې د «قزاقستان نیوز» خبري شبکې خپور کړی، راغلي چې د قزاقستان د کرنې وزارت د دغه هېواد د ملي رېلپټلۍ شرکت په حواله ویلي، د صادراتو د زیاتوالي اصلي لامل په مرکزي اسیا او افغانستان کې د دودیزو بازارونو د تقاضا زیاتوالی دی.
د راپور له مخې، افغانستان ته د غلې او اوړو صادرات په یاد موده کې ۵۸ سلنه زیات شوي او له ۱.۳ میلیون ټنو څخه ۲ میلیون ټنو ته رسېدلي دي.
همدارنګه اوزبېکستان ته صادرات ۳۸ سلنه زیات شوي او له ۳.۶ میلیون ټنو څخه ۵ میلیون ټنو ته رسېدلي دي. قرغیزستان ته صادرات هم ۵۰ سلنه زیات شوي او له ۳۱۲ زره ټنو څخه ۴۷۴ زره ټنو ته رسېدلي، او ترکمنستان ته صادرات بیا ۴۴ سلنه زیات شوي او ۱۹۷ زره ټنو ته رسېدلي دي.
د قزاقستان د کرنې وزارت زیاته کړې چې د بار وړلو د انتقالاتو دا زیاتېدونکی بهیر د دغه هېواد د کرنیزو محصولاتو د قوي تقاضا او د جنوبي صادراتي لارو د لوژستیکي دهلیزونو د باثباته فعالیت ښکارندویي کوي.