ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د هرات زنده جان ولسوالۍ کې موټر برید ۱۱ کسانو ته مرګ ژوبله اړولې

د هرات زنده جان ولسوالۍ کې موټر برید ۱۱ کسانو ته مرګ ژوبله اړولې

author avatar
17 Apr 2021 - 10:50
د هرات زنده جان ولسوالۍ کې موټر برید ۱۱ کسانو ته مرګ ژوبله اړولې
author avatar
17 Apr 2021 - 10:50

تعقيبي-هرات ښار (پژواک، ۲۸ وری ۱۴۰۰): د هرات والي وايي، د دغه ولایت په زنده جان ولسوالۍ کې موټربم برید درې نظامیان وژلي او اته ملکي کسان ټپیان دي.

د هرات والي سید عبدالوحید قتالي وايي، طالبانو تېره شپه لس بجې د زنده جان ولسوالۍ پر «بازارک» پوسته له موټربم برید وروسته له درېیو لوریو پر دغه پوسته وسله وال برید کړی دی.

د نوموړي په خبره، په موټر بم برید کې درې امنیتي سرتېري وژل شوي دي.

والي زیاته کړه، په دغه موټربم برید کې درې ښځې، دوه ماشومان او درې نارینه ټپیان شوي دي.

هغه څرګنده کړه چې د طالبانو بریدونه له مقاومت سره مخ شوي او له سیمې تښېدلي دي.

نوموړي زیاته کړه، سیمې ته مرستندوی ځواکونه رسېدلي او بازارک پوسته امنیتي ځواکونو بېرته نیولې ده.

د هرات د والي په خبره، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې طالبانو د دغه ولایت په چشت، اوبهُ، زنده جان، کشک کهنه، کوه زور او ګلران ګواه ولسوالیو کې بریدونه کړي چې په پایله کې یې امنیتي سرتېرو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

هغه زیاته کړه چې په دې بریدونو کې طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې خو کره شمېر یې نه دی معلوم.

خو طالبانو په یوه خبرپاڼه کې ادعا کړې چې د هرات په زنده جان ولسوالۍ کې د موټربم برید له امله اووه امنیتي سرتېري وژل شوي دي.

د هرات ولایت اوسېدونکي د طالبانو د بریدونو پر ډېرېدو اندېښنه څرګندوي او وايي، دغه ډله په روژې مبارکه میاشت کې هم رحم نه لري، دوی له طالبانو غواړي چې لږ تر لږه په روژه مبارکه میاشت کې خپل بریدونه کم کړي.

د یادونې ده چې تېر ماښام هم د هرات ښار په ټانک مولوي سیمه کې د سړک غاړې ماین چاودنې یو کس ټپي کړی دی.

Views: 52

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.