کابل (پژواک، ۲۸ وری ۱۴۰۰): د دفاع وزارت وایي چې د ملي اردو ځواکونو د نیمروز په خاشرود ولسوالۍ کې د طالبانو له یوه زندانه شل امنیتي منسوبین راخوشي کړي دي.
د دغه وزارت په هغې خبرپاڼه کې چې پژواک خبري اژانس ترلاسه کړې، راغلي چې په راخوشي شوو یادو بندیانو کې ۱۷ د ملي اردو او ۳ پولیس سرتېري شامل دي.
د خبرپانې له مخې، د ملي اردو ځواکونو عملیاتو په جریان کې د طالبانو د یوه کلیدي قوماندان «بشیر» په ګډون د دې ډلې اووه کسان وژل شوي دي.
خبرپاڼې په یادو عملیاتو کې د ملي اردو سرتېرو ته د مرګ ژوبلې اوښتو په اړه څه نه دي ویلي.
د نیمروز ولایت مقام مطبوعاتي دفتر خبرپاڼه کې راغلي چې تېره شپه په خاشرود ولسوالۍ کې د ۲۱۵ میوند قول اردو عملیاتو پر مهال د طالبانو له یوه زندانه ۱۷ د ملي اردو او ۳ پولیس سرتېري راخوشي شوي دي.
سرچینې لیکلي چې په دغو عملیاتو کې اووه طالبان نیول شوي او د هغوی یو قوماندان وژل شوی هم دی.
طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
Views: 32
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن