کندهار (پژواک، ۲۸ وری ۱۴۰۰): د کندهار ارغنداب ولسوالۍ اوسېدونکي د ماینونونو له وېرې خپلو کليو ته نه شي ستنېداى، بلخوا اتل قول اردو وايي چې تر اوسه يې هلته دوه زره ماينونه کشف او شنډ کړي دي.
د امنیتي ځواکونو پر اعلانونو سربېره چې له خلکو غواړي څو تر هغه خپلو کورونو او کليو ته ستانه نه شي چې سیمې له ماینونو پاکې شوې نه وي، خو بیا هم ګڼې کورنۍ ستنې شوې او يا د ستنېدو په حال کې دي چې د ځینو کورنیو پر غړو ماینونه چاودېدلي دي.
خلک وايي، پوره پنځه میاشتې د جګړو له امله له خپلو کورونو او کلو لرې وو، که ژر ستانه نه شي نو باغونه به یې وچ شي.
احسان الله د ارغنداب ولسوالۍ د منارې سیمې اوسېدونکی دی چې د ماین په چاودنه کې له يوه بل تن سره ټپي شوی او اوس د کندهار ښار په میرویس روغتون کې تر درملنې لاندې دی.
نوموړي پژواک خبري اژانس ته وویل: ((خپل کلي ته پر لاره وم چې ماین راباندې وچاودېد، سترګه مې ړنده او لاس مې ټپي شو، بل ملګری مې په تشي ولګېد او هغه هم ټپي شو.))
دی وايي، که څه هم امنیتي ځواکونو خبر ورکړی و چې د ماینونو تر ایستلو دې نه ستنېږي خو دی وايي، د کډوالۍ په ژوند کې له سختو ستونزو سره مخ وو، نور صبر یې نه کېده، مجبور شو چې خپل کور ته ستانه شي.
د ده په خبره، په تېرو څو ورځو کې ماینونو یوازې د دوی د کلي له ۱۰ تر ۱۲ کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
د خان محمد په نوم یو سپین ږیری بیا د ژوندو هدیرې سیمې اوسېدونکی دی چې ځوان زوی یې د ماین چاودنې ټپي کړی دی.
ده پژواک ته وویل: ((نه پوهېږم طالبانو دلته ولې جګړه کوله، کورونه او باغونه مو وران شول، سړکونه او پلونه ويجاړ شول، زرګونه کورنۍ کډوالې شوې، اخر په داسې حال کې له ولسوالۍ ووتل چې په زرګونو ماینونه یې ځای پر ځای کړي او هره لحظه د خلکو ژوند ګواښي.))
هغه زیاته کړه، طالبانو د ارغنداب په ټولو لویو او کوچنیو لارو، باغونو، ځمکو او کورونو کې ډول ډول ماینونه ځای پر ځای کړي چې له لویو او کوچنیو بوتلونو، د غوړو او مبلايلو له فلزي او پلاستیکي ډبو څخه یې جوړ کړي، دغه راز د پخو خښتو، بلوکو او لوټو په څېر ماینونه چې پېژندل یې اسانه نه دي.
دی وايي، جګړې ارغنداب ولسوالۍ ته دومره لوی زيان اړولی چې ژر به جبران نه شي.
نوموړی له چارواکو غوښتنه کوي چې د ولسوالۍ لارې، باغونه، کورونه او کلي له ماينونو پاک کړي څو خلک خپلو کورونو ته ستانه شي او باغونه یې د وچېدو له ګواښ سره مخ نه شي.
د دې ولسوالۍ د تابین سیمې یوه اوسېدونکي رازمحمد پژواک خبري اژانس ته وویل، د خلکو کورونه نړېدلي دي، باغونه او کښتونه یې وچ شوي، هیچا د زیانمنو شوو خلکو پوښتنه نه ده کړې او نه یې هم مرسته ورسره کړې ده.
ده زیاته کړه، د خلکو غوښتنه دا ده چې نور دلته جګړه پای ته ورسېږي، سیمې له ماینونو پاکې شي او خلک بیرته خپلو کورونو ته لاړ شي.
د ارغنداب ولسوالۍ د منارې سیمې اوسېدونکي عبدالصمد پژواک ته وویل، وروستۍ جګړې ارغنداب ته لویه ضربه ورکړه، خلک ټوک ټوک شول، باغونه یې د وچېدو په حال کې دي، کورونه یې ویجاړ شوي دي، په زرګونو خلک په یوه جوړه جامو کې راوتلي او بیرته ستنېدو ته شېبې شمېري.
ده زیاته کړه، وروستۍ جګړه هومره سخته وه چې په دې ولسوالۍ کې د تېرو شلو کلونو ټولې لاسته راوړنې له خاورو سره خاورې شوې، سړکونه، پلونه، ویالې، باغونه، ښوونځي، جوماتونه، کورونه هر څه ویجاړ شوي دي.
ده هم ګیله وکړه چې دولت ورسره مرسته نه ده کړې.
د کندهار میرویس روغتون د جراحي وارډ یوه ډاکتر عبدالحمید امیري پژواک خبري اژانس ته وویل، په تېرو څو اوونیو کې دغه روغتون ۵۶ جسدونه او ۶۰ ټپیان ور وړل شوي چې کم شمېر یې نظاميان خو ډېر یې ملکي وګړي دي.
د ده په خبره، ډېرو دغو کسانو ته د ماینونو له امله مرګ ژوبله اوښتې ده.
د ارغنداب ولسوال انجنیر محمد شريف پژواک خبري اژانس ته وویل، د جګړې له امله د ارغنداب له ۴۲ کلو څخه ۴۲۰۰ کورنۍ بېځایه شوې چې اوس هڅه کوي هر څه ژر خپلو کورونو ته ستانه شي.
دی وايي، ارغنداب ولسوالي له وسله والو پاکه شوه خو د ماینونو له خطره نه ده خوندي شوې.
د ده په خبره، ډېرې کورنۍ پرته له دې چې د ماینونو خطر په اړه د امنیتي مسوولینو سپارښتنې په نظر کې ونیسي، پر خپل سر خپلو مېنو ته ستنې شوې دي چې یوازې په تېرو څو ورځو کې ۲۲ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
دی وايي، د تېرو شپږو میاشتو جګړې په ارغنداب کې درانه زیانونه اړولي، ګڼ ټولګټي بنسټونه او د خلکو کورونه او باغونه ویجاړ شوي دي.
ده وویل: ((په ارغنداب کې ۲ لوی پلونه، ۲۰۰ پلچکونه، ۲ جوماتونه او ۶ ښوونځي ویجاړ شوي دي.))
دغه راز ده یادونه وکړه چې جګړې د خلکو کورونه او باغونه هم زیانمن کړي؛ د بېلګې په توګه که په يوه کلي کې ۱۰۰ کورونه وي، ۷۰ کورونه ویجاړ شوي او ۳۰ يې پاتې دي.
د ولسوال په وینا، وسله والو د خلکو د کورونو لرګي او بازوګان، خزې او نغمونه ایستلي وو او له همدغو ځایونو یې له امنیتي ځواکونو سره جګړه کوله.
د ده په خبره، ارغنداب یوه کرنیزه ولسوالي او د انارو باغونو د مرکز په توګه پېژندل کېږي چې جګړې یې کرنې ته ۸۰ سلنه زیان اړولی دی.
په کندهار کې د ملي اردو د ۲۰۵ اتل قول اردو ویاند ډګرمن خوجه یحیی علوي پژواک خبري اژانس ته وویل، دغه ولسوالي په بشپړه توګه له وسله والو پاکه شوې خو امنیتي ځواکونه اوس د ماینونو پر ایستلو بوخت دي او هره ورځ لسګونه ماینونه کشف او شنډوي.
دی وايي، یوازې په تېرو څو ورځو کې ۱۹۹۷ ماینونه کشف او له منځه وړل شوي دي.
دغه راز ده وویل چې وسله والو طالبانو لسګونه پلچکونه او ویالې ویجاړ کړي وړ چې د ملي اردو له خوا په موقتي توګه ترمیم او د کار اخیستلو جوګه شوي دي.
هغه زیاته کړه، امنیتي ځواکونه هڅه کوي هر څو ژر سیمې له ماینونو پاکې کړي او خلکو ته د بېرته ستنېدو اجازه ورکړي.
دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ په ولسمشرۍ ماڼۍ کې د ارغنداب په تړاو غونډه جوړه شوې وه چې د ولسمشر له خوا په کې د دې ولسوالۍ اړوند ځينې پرېکړې وشوې.
د کندهار والي روح الله خانزاده د طالبانو له لوري په یاده ولسوالۍ کې د ویجاړ شوو پلونو، پلچکونو، ویالو، د خلکو د کورونو، د ښوونځیو او جوماتونو په اړه د معلوماتو ورکولو ترڅنګ د ولسوالۍ د ودانۍ د ترمیم او بیارغاونې، د ماینونو پاکولو او له بېځایه شوو کورنیو سره د بېړنیو مرستو په اړه خپل وړاندیزونه شریک کړل.
د ملي دفاع وزارت سرپرست او لوی درستیز ستر جنرال یاسین ضیا له امنیتي او دفاعي ځواکونو سره د کندهار والي د همکارۍ او همغږۍ مننه وکړه او له ملي تاجرانو یې وغوښتل چې له حکومت سره په ګډه د ارغنداب ولسوالۍ خلکو ته رسېدنه وکړي او هلته خښ شوي ماینونه پاک شي.
د ولسي شورا ريیس حاجي محمد وړاندیز وکړ چې د ولسي تړون او پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت له لوري دې د ارغنداب له خلکو سره د بېړنیو مرستو ترڅنګ دې د دوی لارې او د اوبو سیستمونه ورغول شي.
د سوداګرۍ او پانګونې خونې عمومي ريیس محمد یونس مومند وویل، سوداګرۍ خونې د ارغنداب له ۱۶۵۰ کورنیو سره د مرستو بسته برابره شوې او د نورو مرستو ډاډ یې هم ورکړ.
ولسمشر غني د ارغنداب له خلکو او مشرانو سره د غمشریکۍ پر مهال د چارو ادارې ريیس ته لارښوونه وکړه چې په ارغنداب کې د طالبانو له لوري د اېښودل شوو ماینونو لرې کولو لپاره دې د ماین پاکۍ له موسسو سره خبرې او واضح تړون وشي.
نوموړي د کورنیو چارو وزارت ته دستور ورکړ چې دغه اېښودل شوي ماینونه دې عکاسي شي او په مستند ډول دې له ملګرو ملتونو او نړیوالې ټولنې سره شریک شي.
ولسمشر په ارغنداب ولسوالۍ کې د طالبانو له لوري زیاتې ویجاړۍ ته په اشارې د کرنې، کلیو پراختیا، عامې روغتیا، پوهنې، ارشاد، حج او اوقافو وزارتونو او پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت او د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې ته لارښوونه وکړه چې په شریکه او کندهار والي سره په همغږۍ دې د مرستې او بیارغونې چارې ترسره کړي.
ولسمشر لارښوونه وکړه چې له بېځایه شوو کورنیو سره د عادلانه مرستو وېش ترڅنګ دې د خلکو د ویجاړ شوو کورونو د بېرته رغولو په موخه له دوی سره د مرستې واضح پلان ترتیب شي.
هغه په راتلونکي کې د دغه ډول وحشت مخنیوي په موخه د کندهار، په ځانګړي ډول د ارغنداب ولسوالۍ له مشرانو وغوښتل چې له محلي ادارې، په ځانګړي ډول امنیتي او دفاعي ځواکونو سره همکاري وکړي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP