کابل (پژواک، ٢٩ ورى ١٤٠٠) : ولسمشر اشرف غني وايي چې د پاکستان لپاره د پرېکړې ورځ رارسېدلې چې له افغانستان سره له دوستۍ او یا دښمنۍ څخه يو انتخاب کړي.
له ارګ څخه د وري په ٢٩مه، پژواک اژانس ته په يوه رااستول شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر محمد اشرف غني نن سهار د شپږنیموبجو امنيتي غونډه کې د کابل ښار د لومړۍ امنیتي حوزې شپاړسو منسوبینو ته د بریال دویمې درجې دولتي مډالونه ورکړل.
سرچينې زياته کړې، په پیل کې د جمهوري ریاست د لومړي معاونیت د مطبوعاتو او عامه اړیکو ريیس رضوان مراد یادو منسوبینو ته د مډالونو د ورکړې په اړه د ولسمشر فرمان ولوست. په فرمان کې راغلي و چې دغو منسوبینو په مېړانه او رښتینولۍ خپلې دندې ترسره کړي او دغه مډالونه یې د کړنو د تقدیرولو په موخه ورکول کېږي.
د ولسمشر له لوري یادو منسوبینو ته د مډالونو له ورکړې وروسته د جمهوري ریاست لومړي مرستیال امرالله صالح د شپږنیموبجوغونډو د لاسته راوړنو په اړه د معلوماتو ورکولو پرمهال وویل، د ژمنو تعقیب په یو اصل بدل شوی او د دوامداره هڅو په نتیجه کې په کابل کې د جرمونو ګراف په بېساري ډول راټیټ شوی او له دولتي خدمتونو د خلکو د رضایت کچه لوړه شوې ده.
ولسمشر د هغوی د راپور او معلوماتو تر اورېدو وروسته د شپږنیموبجوغونډو لاسته راوړنې وستایلې ویې ویل : (( تاسو د ګروپي مدیریت په نتیجه کې مثبت تغییرات راوستي، ظرفیت لرئ، دوام ورکړئ او زه ستاسو بشپړ ملاتړی یم.))
ولسمشر غني له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو د وتلو اعلان ته په اشارې وویل، په معاصر تاریخ کې په لومړي ځل د افغانستان لپاره تر ټولو غوره فرصت برابر شوی.
ده زياته کړه : (( موږ له دوو کلونو راهیسې دې ورځې ته بشپړ چمتوالی لرو او د هغوی د وتلو لپاره مو هر اړخیز پلان برابر کړی.))
ولسمشر وايي چې دوى د خپلې خاورې د ساتنې بشپړ چمتوالی لري او د دې وخت را رسېدلی چې د افغانستان ملي حاکمیت په بشپړ ډول عملي شي او افغانستان خپله بې طرفي ثابته کړي.
د هغه په وينا، یو د جمهوریت صف دی او بل د دښمن، هغوی چې د جمهوریت په صف کې نه درېږي نور ورته په دولت کې ځای نشته. طالبان د جګړې د دوام لپاره هېڅ راز دیني مشروعیت نه لري او یو په بل پسې د اسلامۍ نړۍ د دیني علماوو ټولنو د افغانستان جګړه ناروا بللې ده.
ولسمشر غني له افغانستان سره د سیمې هېوادونو د اړیکو بیاکتنې ته په اشارې وویل : نن د پاکستان لپاره د پرېکړې ورځ ده، که زموږ هېواد نارامه وي د دوی هېواد به هم ناارامه وي او که زموږ هوساینه غواړي دوی به هم هوسا شي. د دوستۍ او دښمنۍ انتخاب د دوی په لاس کې دی او د دوستۍ په صورت کې افغانستان چمتو دی چې د سیمې او نړۍ هېوادونو د همکاریو په زیاتوالي کې له پاکستان سره همکاري وکړي. ))
نوموړي زياته کړه : (( زموږ لیدلوری ملي حاکمیت، جمهوریت، ولسواکي، اباد، ازاد او خپلواک افغانستان دی ، که طالبان په دې چوکاټ کې سوله کوي زموږ غېږ ورته پرانېستې ده او له هغه پرته بل هر انتخاب د جګړې د دوام لپاره د طالبانو پلمه ده. موږ د ډار نه، د ټینګې ارادې خلک یوو.))
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP