کابل (پژواک، ٣٠ ورى ١٤٠٠) : د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسيون وايي چې د روانو جګړو او نا امنيو پېښو کې په تېره يوه اوونۍ کې ٧٩ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د دغه کمېسيون له خوا د وري په ٣٠مه، په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په یاده موده کې ٣٩ کسان وژل شوي او ٤٠ نور ټپيان شوي دي.
سرچينې زياته کړې چې د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې دا پېښې په فراه، پروان، ننګرهار او کندهار ولايتونو کې رامنځته شوې دي.
سرچينې ويلي، په وژل شويو او ټپيانو کې اته ښځې او ٢٥ ماشومان هم شامل دي.
د کمېسيون د معلوماتو له مخې، دا پېښې د چسپکي او سړک غاړې ماينونو د چاودنو او وسله والو بريدونو له امله رامنځته شوې دي چې په ډېرو کې يې طالبانو لاس درلود.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي، خو د دوى وياند ذبيح الله مجاهد ويلي چې د حکومتي ځواکونو په بريدونو کې نږدې سلو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP