کندهار (پژواک، ٣١ ورى ١٤٠٠): د زابل ولايتي شورا رييس عطا جان حق بيان په ولايت مقام کې دننه د چاودنې له امله ټپي شوى دى.
د دغه ولايت يوه باوري امنیتي سرچینه وايي، چاودنه نن (د وري ٣١مه) غرمه شاوخوا دوولس بجې د ولایت مقام دننه د والي د دفتر په دروازه کې هغه مهال وشوه چې کله هغه له يوې غونډې وروسته د راوتو په حال کې و.
تر اوسه په دې اړه نور جزئيات نشته او د پېښې ځای ته څوک نه پرېښودل کېږي.
د حق بيان د کورنۍ یو غړی حاجي اسماعیل زابلی وايي، چاودېدونکي توکي د ودانۍ په چت کې ځای پر ځای شوي وو او هغه یې د سر په برخه کې ټپي کړی دی.
په دې اړه به نور جزئيات وروسته خپاره شي.
Views: 53
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن