Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

په پکتیکا کې دوه کسان له ۱۵۴ بوریو امونیم نایتریت سره ونیول شول

کابل(پژواک،۳۱ وری۱۴۰۰):د کورنیو چارو وزارت وایي چې د پکتیکا ولایت په تروې ولسوالۍ کې د عملیاتو په ترڅ کې دوه طالبان له ۱۵۴بوریو امونیم نایتریت سره ونیول شول.

د دغه وزارت د مطبوعاتی دفتر په خبرپانه کې چې نن د ( وري۳۱مه) خپره شوې، راغلي چې دغه اندازه امونیم نایتریت تېره ورځ د پکتیکا د« تروې» ولسوالۍ په یوه اړونده سیمه کې د تندر قول اردو د دویمې لوا سرتېرو د عملیاتو په ترڅ کې ترلاسه کړي دي .

سرچینه لیکي چې وسله والو طالبانو دغه مواد په ۵۰ کیلویی بوریو کې ځای پرځای کړي وو اوغوښتل یې چې د ماینونو په جوړولو کې ترې کار واخلي.

دغه راز په خبرپاڼه کې ویل شوي چې په دغو عملیاتو کې یو تراکتر او یو موټرسایکل هم ترلاسه شوي او د یاد شوو توکو یوه ۱۲کیلوګرامه بوشکه چې بل ځای ته د لېږد لپاره چمتو شوې وه، کشف شوې ده .

دا په داسې حال کې ده ، چې په دې وروستیو کې په کابل او ولایتونو د ماینونو چاودنې زیاتې شوي چې له امله یې ملکي او نظامي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.