ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ملي امنيت په تخار کې د انسان تښتوونکو يوه ډله نيولې ده

ملي امنيت په تخار کې د انسان تښتوونکو يوه ډله نيولې ده

author avatar
20 Apr 2021 - 13:55
ملي امنيت په تخار کې د انسان تښتوونکو يوه ډله نيولې ده
author avatar
20 Apr 2021 - 13:55

کابل (پژواک،٣١ ورى ١٤٠٠): ملي امنيت وايي چې په تخار ولايت کې يې د انسان تښتوونکو يوه شپږ کسيزه ډله نيولې چې غوښتل يې دوه سوداګر او يو زرګر اختطاف کړي.

دغه څرګندونې په هغې خبرپاڼې کې شوي چې د ملي امنيت د مطبوعاتي دفتر له لوري د وري په ٣١مه پژواک خبري اژانس ته را لېږل شوې ده.

اعلاميه کې راغلي چې په نيول شويو کسانو کې منګل، دستګير، شمس الرحمن، محب، حامد او شفيق الله دي.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، د يادې ډلې مشر منګل تر دې وړاندې د کابل په پلچرخي زندان کې د انسان تښتونې او نورو جرمونو د ترسره کولو په تور زنداني و چې د طالب زندانيانو په ډله کې بېرته ازاد شوى دى.

په خبرپاڼه کې دا هم ويل شوي چې منګل په ننګرهار، بلخ، کندوز او بغلان ولايتونو کې د انسان تښتونې له نورو ډلو سره هم اړيکې لري.

د سرچينې په وينا، يادې ډلې غوښتل چې د تخار په مرکز تالقانو کې دوه تنه سوداګر او يو د سرو زرو پلورونکی وتښتوي چې موخې ته له رسېدو وړاندې د ملي امنيت د ځانګړو ځواکونو له لوري نيول شوي دي.

په خبرپاڼه کې راغلي چې له يادو کسانو څخه دوه عرادې موټر او يو شمېر وسلې هم ترلاسه شوي دي.

ملي امنيت رسنيو ته هغه ويډيو هم استولې ده چې په کې يادو کسانو په خپلو جرمونو اعتراف کړى دى.

په ويډيو کې يو کس چې ځان منګل معرفي کوي وايي، تر اوسه دوه ځلې زنداني شوى او دا ځل يې پلان درلوده چې يو زرګر اختطاف کړي، خو د ملي امنيت له لوري نيول شوى دى.

Views: 25

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.