ښرنه (پژواک، ٣۱ ورى ١٤٠٠): په پکتيکا کې د اتو کونډو او ١٦ يتيمانو يواځينى سرپرست وايي چې د ژوند له سختو اقتصادي او نورو ستونزو سره مخ دى، خو هيله مند دى چې د سولې په راتګ سره به يې تر يوه بريده ستونزې هوارې شي.
دغه کس اسلم شاه نوميږي، د پکتيکا د جاني خېلو ولسوالۍ اصلي اوسېدونکى دى، خو له تېرو شپږو کلونو راهيسې د ولايت مرکز ښرنې په یوه کرايي کور کې ژوند کوي.
اسلم شاه، وروڼو او تره زامنو يې د نظام د پايښت او د خلکو او هېواد د امنيت د ټينګښت په موخه د ملي او سيمه ييزو پوليسو په ليکو کې دندې ترسره کړې دي.
اسلم شاه پژواک خبري اژانس ته د يوې ځانګړې مرکې په ترڅ کې وويل چې دوه وروڼه او شپږ د تره زامن يې د امنيتي ځواکونو په ليکو کې د روانې جګړې له امله وژل شوي دي. دى وايي چې له يادو کسانو اته کونډې او ١٦ يتيمان ورته پاتې دي چې دى يې يواځينى سرپرست دى.
هغه زياتوي: “په سختو مشکلاتو کې ګير يو، خو که سوله راغله خپل کلي ته به ولاړ شو او په دې ټولو ماشومانو به زده کړې وکړم.”
د نوموړي په وينا، کله چې د کورنۍ اته غړي يې و وژل شول، له جاني خېلو يې مرکز ښرنې ته کډه وکړه، خو دى خپله اوس هم د جاني خېلو د سيمه ييزو پوليسو په ليکو کې دنده لري.
اسلم شاه زياتوي چې دومره کسانو ته يواځې د ده معاش بسنه نه کوي، نو ماشومان يې اړ کړي چې په ښار کې کاغذونه او نور شيان ټول کړي او بيا یې وپلوري ترڅو ګوزاره يې پرې روانه شي.
دى وايي: “يوه خبره مې ډېر ځوروي، همیشه کونډې راته وايي چې کله به کلي ته ځو خو زه ورته وايم ترڅو چې سوله نه وي راغلې کلي ته نه شو تللى او همداسې د کړاونو ژوند به تېرو.”
د اسلم شاه په وينا، ډېرى وخت کوښښ کوي چې خبرونه واوري ترڅو که د دايمي اوربند او سولې په اړه څه په کې و ويل شي، خو کله يې هم دغه هيله پوره نه شوه.
ده زياته کړه: “که په هېواد کې سوله راشي او ورور وژنه بنده شي کلي ته ځم او دا ټولې ترخې خاطرې له ياده باسم او يو سوله ييز ژوند غوره کوم.”
اسلم شاه له حکومتي چارواکو، وسله والو طالبانو او نړيوالو په افغانستان کې د يوې تلپاتې او باعزته سولې د راوستو غوښتنه وکړه.
په ورته وخت کې د اسلم شاه د کورنۍ يوې کونډې په خپلو لنډو خبرو کې پژواک ته وويل چې د خپلې کورنۍ د غړو له پرله پسې وژل کېدو او ټپي کېدو څخه نوره ستړې شوې ده.
هغې وويل: “په همدې جنګونو کې مې خاوند وژل شوى، مشر زوى مې وژل شوى، د کورنۍ نور غړي مې وژل شوي دي نور د خدايه لپاره دا جګړه بس کړئ او سوله وکړئ.”
د همدې کورنۍ يوې ١٢ کلنې ماشومې آمنې پژواک ته وويل، سوله پېژني خو تر اوسه يې په سوله کې ژوند نه دى کړى.
دې زياته کړه: “هو سوله پېژنم، جنګونه نه وي خلک ارامه ژوند کوي، که سوله وشي خپل کلي ته ځو نور په ښار کې کاغذونه نه شم ټولولاى.”
بل لورته د پکتيکا امنيه قوماندان سمونوال لطف الله کامران پژواک ته وويل چې له يادې کورنۍ سره يې نغدي او د خوراکي توکو مرسته کړې او هم يې اسلم شاه د جاني خېلو ولسوالۍ د سيمه ييزو پوليسو په ليکو کې شامل کړى دى.
دى وايي چې اسلم شاه هم خپل معاش او هم د وژل شويو کسانو حقوق او امتيازات ترلاسه کوي چې تر يوه بريده يې ژوند سم روان دى.
د يادونې ده چې په افغانستان کې پرله پسې څلور لسيزې جګړې د اسلم شاه په څېر د زرګونو کسانو د کورنيو د غړو ژوند اخيستى او د امنې په څېر يې ډېر ماشومان د پلار له سيوري محروم کړي او په يوه تريخ او تورتم برخليک يې اخته کړي دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP