کابل (پژواک، ۳۱ وری ۱۴۰۰): د کابل پولیس وایي چې د کابل ښار مربوطاتو کې د ناپېژاندو وسله والو له خوا دوه امنیتي سرتېري وژل شوي دي.
د کابل امنیې قوماندانۍ ویاند فردوس فرامرز د دغه خبر د تايید ترڅنګ پژواک ته وویل چې دا پېښه نن سهار اووه بجې او ۴۰ دقیقې د کابل ښار دوولسمې ناحیې په مربوطاتو کې رامنځته شوې ده.
ده زیاته کړه چې تر اوسه د دې موضوع په تړاو څوک نه دي نیول شوي، خو قضیه تر څېړنې لاندې ده.
تر اوسه پورې د دې پېښې مسوولیت چا پر غاړه نه دی اخیستی.
دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو په کابل ښار کې هدفي وژنې زیاتې شوې او ښاریان يې اندېښمن کړي دي .
Views: 45
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن