ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

غوریاني: د کندهار په صنعتي پارکونو کې د پانګونې د پراختیا په موخه اسانتیاوې ډېروو

غوریاني: د کندهار په صنعتي پارکونو کې د پانګونې د پراختیا په موخه اسانتیاوې ډېروو

author avatar
21 Apr 2021 - 12:03
غوریاني: د کندهار په صنعتي پارکونو کې د پانګونې د پراختیا په موخه اسانتیاوې ډېروو
author avatar
21 Apr 2021 - 12:03

کندهار (پژواک، ۱ غویی ۱۴۰۰): د صنعت او سوداګرۍ وزیر وايي، د کندهار د صنعتکارانو او سوداګرو ستونزې به حلوي او د دغه ولایت په صنعتي پارکونو کې به د لا ډېرې پانګونې لپاره اسانتیاوې برابروي.

د صنعت او سوداګرۍ وزیر نثار احمد غوریاني تېره ورځ مازیګر ناوخته په ولسي جرګه کې د کندهار د استازو مقتدا میران او ګل احمد کمین په ملتیا کندهار ته سفر وکړ او دغه څرګندونې یې له والي، صنعتکارانو او سوداګرو سره په لیدنه کې وکړې.

په پیل کې صنعتکارانو، سوداګرو او د کندهار والي د صنعت او تجارت په برخو کې شته ستونزې له وزیر سره شریکې کړې.

د سوداګرو او صنعتکارانو په استازولۍ نصرالله زهیر وویل، اړوند وزارت دې د کندهار د سوېلي او شمالي صنعتي پارکونو د پراختیا او خدماتو برابرولو په برخه کې خپل مسوولیت ترسره کړي.

هغه زیاته کړه، په یادو شوو صنعتي پارکونو کې صنعتکاران له ګڼو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي، اسانتیاوې نشته، سړکونه یې خام دي چې باید پاخه شي، د ځمکو د قبالو ستونزه باید هواره شي او د اړتیا وړ نور خدمات وړاندې شي.

ده د خصوصي سکتور پر ملاتړ او پياوړتیا ټینګار وکړ او زیاته یې کړه چې له دې لارې د هېواد اقتصاد وده کوي او د بې کارۍ کچه ورسره کمېږي.

دغه راز د سوداګرۍ په برخه کې ده غوښتنه وکړه چې له دغه ولایت څخه د تېرو شوو ترانزیټي لارو په اوږدو کې دې اسانتیاوې برابرې شي.

نوموړي وویل، سوداګري او راکړه ورکړه به نه یوازې د کندهار زون په کچه پیاوړې شي، بلکې د هېواد د اتو زونونو او ګاونډیو هېوادونو سره به هم پیاوړې شي.

د کندهار والي روح الله خانزاده وویل، کندهار د صنعت او سوداګرۍ په برخه کې کې بډایه ولایت او د ډېرو فرصتونو لرونکی دی چې صنعت او سوداګرۍ ته یې باید پاملرنه وشي، څو د ټول هېواد په کچه په دې برخه کې پراختیا رامنځ ته شي.

نوموړي هم د صنعت او سوداګرۍ په برخو کې له شته ستونزو یادونه وکړه او په مرکزي او ولایتي کچه یې د هغو حل وغوښت.

وروسته د صنعت او سوداګرۍ وزیر نثار احمد غوریاني وویل، کندهار ته یې د سفر موخه د صنعت او سوداګرۍ د وضعیت ارزونه او د پانګونې پراختیا ده.

هغه زیاته کړه، کندهار د هېواد په کچه د پانګونې له مخې مهم ولایت دی او اړوند وزارت په دې برخه کې د صنعتکارانو او سوداګرو لپاره ټولې اسانتیاوې په پام کې نیولې دي.

د ده په خبره، د کندهار د صنعتکارانو او سوداګرو ستونزې به حلوي او د دغه ولایت په صنعتي پارکونو کې به د لا ډېرې پانګونې لپاره اسانتیاوې برابروي.

له تېرو څو کلونو راهیسې د برېښنا د کمښت له امله د کندهار د صنعتي پارک یوازې ۱۵۴ فابریکې نیمه فعالې دي خو ۱۳۵ نورې یو مخ بندې دي.

په کندهار کې له ٢٠٠ ډېرې فابريکې شته چې پنبه، غوړي، کنجاړه، صابون، يخ، د کارتن لپاره کاغذ، پلاستيکي پايپونه، خوراکي توکي، غير الکولي مشروبات او نور په کې تولیدېږي، چې شاو خوا ٥ زره تنه په کې په بېلابېلو کارونو بوخت دي.

صنعتکاران وايي، که د برېښنا د کمښت ستونزه هواره شي او حکومت د پانګونې په برخه کې اسانتیاوې ډېرې کړي، نو نه یوازې تړلې فابریکې به بېرته پرانیستل شي، بلکې په دې برخه کې به لا ډېره پانګونه وشي.

Views: 46

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.