Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د کوېټې سرينا هوټل کې چاودنې نږدې شلو کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده

د کوېټې سرينا هوټل کې چاودنې نږدې شلو کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده

author avatar
22 Apr 2021 - 11:26
د کوېټې سرينا هوټل کې چاودنې نږدې شلو کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده
author avatar
22 Apr 2021 - 11:26

کابل (پژواک، ٢ غويى ١٤٠٠): د سوېلي پښتونخوا بلوچستان ايالت د مرکز کوېټې ښار په سرينا هوټل کې د چاودنې له امله نږدې ٢٠ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

دا چاودنه پرون ماخوستن د یاد هوټل د موټرو په تم ځاى کې هغه مهال وشوه چې په دغه هوټل کې يو شمېر لوړپوړي ملکي او پوځي مسوولين هم مېشت وو.

د کوېټې پوليسو يوه مشر سيد عطاءالله ويلي، يو موتر چې څنګه د هوټل د موټرو تم ځاى ته رسېدلى بيا يې چاودنه کړې ده.

د هغه په وينا، په دې چاودنه کې پنځه کسان وژل شوي او ١٢ نور ټپيان دي.

بلخوا ځينو سرچينو ويلي چې د چاودنې پر مهال په هوټل کې د چين د سفير په ګډون چينايي پلاوى هم و او ښايي د بريد هدف هم هغوی وو.

خو د بلوچستان د کورنيو چارو وزير مير ضياءالله ويلي چې د چين سفير د کوېټې په خوندي سيمه کې و.

هغه زياته کړې چې نوموړى به په عادي توګه نن هم خپل کارونه ترسره کړي.

د پاکستان تحريک طالبان ډلې د دې چاودنې مسووليت پر غاړه اخيستى دی.

د دې ډلې وياند محمد خراساني ويلي چې دا يو ځانمرګى بريد و چې له امله يې ګڼ شمېر کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.