غزني ښار (پژواک، ٢ غويی ١٤٠٠): د غزني حکومتي مسوولين وايي چې له وسله والو طالبانو سره په جګړه کې د دغه ولايت د ده يک ولسوالۍ سرپرست امنيه قوماندان وژل شوى او د غزني ښار لومړۍ امنيتي حوزې امر ټپي دى.
د غزني د والي وياند وحيدالله جمعه زاده د غويي په دويمه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه په ده يک ولسوالۍ کې د حکومتي ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ جګړه شوې ده.
هغه وايي چې په دې جګړه کې د یادې ولسوالۍ سرپرست امنيه قوماندان ساتمن جاوېد وژل شوى دى.
جمعه زاده زياتوي چې په ياده جګړه کې وسله والو طالبانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې خو کره شمېره يې تر اوسه معلومه نه ده.
دغه راز جمعه زاده زياتوي چې نن سهار د غزني ښار په ارزو سيمه کې هم د حکومتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ جګړه شوې ده.
هغه وايي چې په دې جګړه کې د غزني ښار لومړۍ امنيتي حوزې امر هاشم خليجي ټپي شوى دى.
د نوموړي په وينا، خليجي دا مهال په روغتون کې تر درملنې لاندى دى او روغتيايي وضعيت هم د ډاډ وړ دى.
بل لور ته وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
د يادونې ده، په دې وروستيو کې يو ځل بيا د حکومتي ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ جګړو زور اخيستى دى.
Views: 111
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن