جلال اباد (پژواک، ۲ غويی ۱۴۰۰): ننګرهار کې د ملي دفاع وزارت له لوري د روژې په مناسبت د پوځ په ليکو کې د وژل شوو ۱۰۰۰ سرتېرو له کورنيو سره د خوراکي توکو مرستې وشوې.
دا مرستې د غويي په ۲مه ننګرهار کې د سېلاب قول اردو د درېيمې پلې لوا په مقر د شهيدو سرتېرو کورنيو ته ورکړل شوې.
د ملي دفاع وزارت د لوی درستيز پاليسۍ او پلان رييس تورن جنرال محمد عزيز وايي چې د دفاع وزارت پرېکړې له مخې، د پوځ د شهيدو سرتېرو له کورنيو سره د مرستو دا لړۍ په ټول هېواد کې پيل شوې ده.
هغه زياته کړه چې د ۱۰۰۰ شهيدو سرتېرو کورنيو ته چې تېرو درېيو کلونو کې وژل شوي دي، نن مرستې ورکړل شوې چې هرې کورنۍ ته ۱۳ قلمه (اوړه، غوړي، بوره، دال، لوبيا او ...) توکي په پام کې نيول شوي دي.
مرسته ترلاسه کوونکي وايي، که څه هم دا ډول مرستې ورته ګټورې دي خو غوښتنه يې دا ده چې حکومت دې دوی ته د خپلو شهيدانو امتيازات پر وخت ورکړي.
ممتاز چې زوی يې په پوځ کې وژل شوى وايي، که څه هم دا دومره مرستې نه دي، خو ځکه پرې دوی خوښ دي چې لږ تر لږه يې قرباني حکومت ته ياده ده.
بهادر د ننګرهار د روداتو ولسوالۍ دی او ورور يې په پوځ کې وژل شوی وايي، دا مرستې يې هم ښې دي خو حکومت بايد دوی ته د امتيازاتو او معاشاتو ستونزه حل کړي.
په همدې حال کې د سېلاب قول اردو د درېيمې پلې لوا قوماندان بريد جنرال محمد کريم نيازي وويل، هغه مهال چې سرتېري ووژل شي، دوی يې د امتيازاتو کار له لوا او قول اردو په هماغه ورځ خلاصوي خو دا چې کار او ټولنيزو چارو رياست کې يې کارونه ځنډېږي، دی به يې له والي سره دا ستونزه شريکه کړي.
څو ورځې وړاندې هم ننګرهار کې له سلګونه ورته کورنيو سره د پوځ د لوی درستيز دفتر له لوري د خوراکي توکو مرستې شوې وې.
په ورته وخت کې د حضرت صبغت الله مجددي بنسټ له لوري ننګرهار کې له ۵۰۰ کورنيو سره د خوراکي توکو مرستې وشوې.
دا مرستې د ننګرهار د سره رود ولسوالۍ کې پر اړمنو او کونډو کورنيو ووېشل شوې.