ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

لاريونوال: کرکټ بورډ دې د پکتيا کرکټ لوبغالي کارونه بشپړ کړي

لاريونوال: کرکټ بورډ دې د پکتيا کرکټ لوبغالي کارونه بشپړ کړي

author avatar
22 Apr 2021 - 17:29
لاريونوال: کرکټ بورډ دې د پکتيا کرکټ لوبغالي کارونه بشپړ کړي
author avatar
22 Apr 2021 - 17:29

ګردېز (پژواک، ۲ غویی ۱۴۰۰): د پکتيا ولايت ګڼو اوسېدونکو د کرکټ بورډ پر ضد لاريون وکړ او ويې ويل چې دا اداره له ياد ولايت سره توپيري چلند کوي او د شاوخوا ۶ کلونو په تېرېدو يې د کرکټ لوبغالي جوړېدو چارې نه دي تر سره کړي.

دوی کرکټ بورډ له پکتيا سره پر توپيري چلند تورن کړ او ويې ويل، که ياده اداره پکتیا ته خپل حقونه ورنه کړي، د مرکزي بورډ دروازه به هم وتړي.

يو تن روزونکی حقمل مسعودزی وايي چې د پکتيا کرکټ لوبغالي د تر سره شويو چارو کيفيت خورا ټيټ دی او په هېڅ معيار برابرې نه دي.

مسعودزي پژواک ته وويل چې په دې ولايت کې لوبغاړو ته هېڅ اسانتياوې نه دي برابرې شوې او له دې امله ډېری تکړه لوبغاړي له ځلېدو او پرمختګ څخه پاتې شوي دي.

نوموړي زياته کړه: ((پکتيا بېخي له پامه غورځول شوې. دلته سرپټې اکاډمي هم نشته او له دې امله د ژمي څو مياشتو کې لوبغاړي تمرينات او لوبې نه شي کولی. په نورو ولايتونو کې د کرکټ ميدانونو کارونه شروع هم شول او تر سره هم شول، خو زموږ لا نيمايي هم نه دی تر سره شوی.))

د ځوانانو عالي شورا غړی جمعه ګل افغان وايي چې شاوخوا دوه کاله وړاندې ولسمشر په پکتيا کې د سرپټې اکاډمي جوړولو لارښوونه کړې وه، خو په خبره يې نه يواځې تر اوسه هغه اکاډمي نه ده جوړه شوې، بلکې د شته لوبغالي چارې هم په ټپه ولاړې شي.

افغان وويل: ((د پکتيا ګڼ لوبغاړي په شپاړس کلنو، نولس کلنو، ملي او نورو ټيمونو کې لوبې کوي؛ خو برعکس دلته هېڅ اسانتياوې نه دي برابرې شوې. زموږ لوبغاړي د تمريناتو لپاره نورو ولايتونو ته ځي، ولې ولاړ شي؟ که زموږ غوښتنې ونه منل شي، کابل کې لاريون او د مرکزي بورډ دروازه تړو.))

مدني فعال احمدالله احمدي وايي چې د پکتيا کرکټ لوبغالي په جوړېدو کې لسګونه ميليونه افغانۍ فساد شوی او بايد په اړه يې خلکو ته سپيناوی ورکړل شي.

احمدي وويل: ((له شاوخوا دوه يا دوه نيمو کلونو راهیسې د پکتيا د کرکټ لوبغالي هېڅ کارونه نه دي شوي او هر څه په ټپه ولاړ دي. دا حالت موږ ته د منلو نه دی او نه بايد هيچا ته د منلو وي. موږ پر ټولو اړوندو ادارو او مسوولينو د دې مسئلې د جدي تعقيب او اجرااتو کېدو غږ کوو.))

د هېواد د کرکټ بورډ ادارې وياند فريد هوتک هم د پکتيا د اوسېدونکو غوښتنې پر ځای بولي او وايي چې ژر به د ياد لوبغالي پاتې چارې په سم ډول تر سره شي.

هوتک زياته کړه: ((د پکتیا د کرکټ ميدان د پاتې چارو لپاره د کرکټ بورډ اداره ژمنه ده، چې کارونه به یې بشپړوي او هلته به لوبغاړو ته ټولې اسانتیاوې برابروي. موږ د پکتیا له اوسېدونکو څخه مننه کوو چې تر دې دمه یې حوصله کړې ده.))

شاوخوا درې اونۍ وړاندې هم ګڼو ځوانانو او د ولایتي شورا ځینو غړو د اعتراض په ډول د کرکټ بورډ د ولايتي دفتر او کرکټ لوبغالي دروازې تړلې وې.

د پکتيا د کرکټ لوبغالي چارې په ۲۰۱۵ کال کې پيل شوې او په درې کلونو کې يې د بشپړېدو ژمنه شوې وه، خو په چارو کې يې د پراخ فساد او ناغيړي له امله يې چارې لا هم نيمګړې پاتې دي.

د کرکټ بورډ پخوانيو عمومي مشرانو ګردېز ته په سفر کې عاطف مشعل او عزيزالله فضلي د ياد لوبغالي تر سره شوې چارې بې کيفيته او د نه منلو وړ يادې کړې وې او ويلي يې و، چې ډېری کارونه به يې بېرته له سره وشي، خو تر اوسه يې نه پخوانۍ چارې تر سره شوې او نه نوې هغه.

Views: 22

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.