ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ملګري ملتونه: د افغان سولې لپاره هڅو کې باید ځنډ را نه شي

ملګري ملتونه: د افغان سولې لپاره هڅو کې باید ځنډ را نه شي

author avatar
22 Apr 2021 - 13:23
ملګري ملتونه: د افغان سولې لپاره هڅو کې باید ځنډ را نه شي
author avatar
22 Apr 2021 - 13:23

کابل (پژواک، ٢ غويي ١٤٠٠): ملګري ملتونه وايي چې د استانبول په کنفرانس کې ځنډ د افغانستان په مسئله کې ښکېلو خواوو ته يو بل فرصت برابر کړی، څو د دوحې په مذاکراتو کې پرمختګ څرګند کړي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ (یوناما) وايي چې د افغان سولې پر پروسې د تمرکز لپاره به ملګري ملتونه له ښکېلو خواوو سره خپلو هڅو ته دوام ورکړي.

په کابل کې د ملګرو ملتونو دفتر يوناما د غويي په ٢مه په ټويټر کې ليکلي چې د ملګرو ملتونو سرمنشي ځانګړې استازې او د يوناما مشرې مېرمن ډيبرا لاينز دوحې ته د خپل سفر پر مهال د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت او طالبانو له پلاوي سره د خبرو لړۍ پای ته رسولې ده.

سرچينې زياته کړې، ډيبرا لاینز په دې څو ورځني سفر کې له افغان لورو او نړیوالو شریکانو سره د افغانستان د سولې د مذاکراتو په پیاوړتیا او په دې برخه کې د هڅونې په غوره لارو چارو باندې خبرې کړې دي.

په خبرپاڼه کې راغلي: “د افغانستان سولې له مذاکراتو د ملاتړ په هڅو کې به ځنډ رامنځته نه شي. ملګري ملتونه به د افغان سولې پر بهیر د تمرکز او یو عادلانه او دوامداره توافق ته د رسېدو لپاره د افغانستان اسلامي جمهوريت او طالبانو له استازو سره خپلې ښکېلتیا ته دوام ورکړي. د سولې راوستو لپاره باید په افغان هڅو کې هېڅ ډول خنډ رانه شي”.

د يوناما په خبرپاڼه کې راغلي چې د استانبول په کنفرانس کې ځنډ د افغانستان په مسئله کې ښکېلو خواوو او ګوندونو ته يو بل فرصت برابر کړی، څو د دوحې په مذاکراتو کې پرمختګ څرګند کړي او سولې ته د رسېدو لپاره ارام ونه کړي.

ملګرو ملتونو دغه راز ويلي چې په افغانستان کې د سولې ټينګېدو او د جګړې پای ته رسولو په برخه کې به خپل ملاتړ لا زيات کړي.

سرچينې زياته کړې چې د ملګرو ملتونو بې ‌پرې والی او د تشکیلاتو وړتیا د افغانانو او نړیوال فعالینو، په ځانګړې توګه د سیمې هغو دولتونو په واک کې به وي چې د سولې راوستو لپاره هڅې کوي.

د افغانستان په اړه د استانبول کنفرانس چې ټاکل شوې وه د اپرېل په ۲۴مه د افغانستان حکومت، طالبانو، د سیمې هېوادونو، امریکا او یو شمېر نورو هېوادونو استازو په ګډون جوړ شي، تر کوچني اختر پورې وځنډول شو.

افغان حکومت ويلي چې د استانبول کنفرانس د طالبانو د نه ګډون له امله وځنډېد.

Views: 30

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.