ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

درې اړخیزه ناسته : د استانبول کنفرانس هغه مهال ترسره کیږي چې شرایط د پرمختګ لپاره اماده وي

درې اړخیزه ناسته : د استانبول کنفرانس هغه مهال ترسره کیږي چې شرایط د پرمختګ لپاره اماده وي

author avatar
23 Apr 2021 - 22:26
درې اړخیزه ناسته : د استانبول کنفرانس هغه مهال ترسره کیږي چې شرایط د پرمختګ لپاره اماده وي
author avatar
23 Apr 2021 - 22:26

کابل (پژواک، ۳ غویی ۱۴۰۰) : په استانبول کې د افغانستان ، پاکستان او ترکیې د بهرنیو چارو وزیرانو په ګډه درې اړخیزه غونډه کې پر اوربند او ددوحې مذاکراتو د پرمختګ غوښتنه وکړه.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت لخوا د غویي په ۳مه، په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې نن په استانبول ښار کې د ترکیې افغانستان او پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو درې اړخیزه غونډه ترسره شوه.

سرچینې زیاته کړې چې د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر حنیف اتمر چې پر کرونا اخته شوی دی، په دې ناسته کې د ویډیو له لارې ګډون وکړ.

په خبرپاڼه کې راغلي چې په دغه درې اړخیزې ناستې کې، د بهرنیو چارو وزیرانو د افغانستان سولې پروسې پر وروستیو پرمختګونو خبرې او بحث وکړ او ګډه اعلامیه یې خپره کړه چې په لاندې ډول ده.

موږ د یو سوله‌ایز، آزاد، خپلواک، ولسواک او متحد افغانستان ملاتړ لپاره خپلې ژمنې تکراروي،

دا مني چې دوامداره سوله یوازې د هغه هراړخیز سیاسي بهیر له لارې ترلاسه کیدلی شي چې رهبری او مالکیت یې د افغانانو په مشرۍ وي او موخه یې د سرتاسري او دوامداره اوربند او همدا راز د ټول شموله سولې بهیر د بریا او د جګړې د پای وي.

د یوې عادلانه او پایدار سیاسي جوړجاړې لاسته راوړنې لپاره په دوحه کې د افغانستان د سولې له بهیر او د افغانستان د سولې خبرو اترو ته د هغوی پر ملاتړ ټینګار کوي،

په استانبول کې د لوړې کچې ناستې لپاره د ترکیې، قطر او ملګرو ملتونو د هلو ځلو څخه چې موخه یې د افغانستان د سولې خبرو اترو ته تحرک ورکول دي، درناوی کوي،

یادونه کوي چې ځنډول شوی استانبول کنفرانس به د ټولو اړوندو خواو سره له خبرو وروسته هغه وخت ترسره شي کله چې شرایط د معنی لرونکو مذاکراتو پرمختګ لپاره آماده وي. نو له همدې امله، له ټولو خواوو په ځانګړي توګه له طالبانو څخه غوشتنه کوي چې د افغانانو، سیمې او نړیوالې ټولنې له هیلو سره سم په افغانستان کې تلپاتې سولې ته د رسیدو په موخه، د خبرو اترو له لارې هراړخیزې سولې ته رسیدلو په موخه خپله ژمنتیا بیا په ‌‌‌‌‌‌ډاګه کړي،

په افغانستان کې د تاوتریخوالي له لوړې کچې، په ځانګړي ډول د ملکي تلفاتو لوړه شمیره، د ملکي کارمندانو، د مدني ټولنې فعالانو، د بشري حقونو مدافعینو، ژورنالیستانو او د رسنیو کارمندانو په نښه کولو څخه خپله نارضایتي څرګندوي،

د تاوتریخوالي اوسنۍ لوړې کچې پای ته رسولو او د سولې خبرو لپاره مناسبې فضا برابرولو لپاره د سمدلاسه اوربند تامینیدلو پر اړتیا ټینګار کوي،

د آسیا زړه - استانبول پروسې پر اهمیت باندې چې د سیاسي، امنیتي او اقتصادي همکاریو په برخو کې سیمه‌ایز ثبات کې د پام وړ مرسته کوي، تینګار کوي،

د هرډول ترهګرې ‌‌‌‌‌‌ډلې پر وړاندې د مبارزې لپاره يې پر خپلو ګډو پریکړو ټینګار وکړ،

د تیرو څلورو لسیزو څخه د زیاتي مودې راپه‌دیخوا د افغان مهاجرینو کوربه توب له امله د سیمې او ګاونډیو هېوادونو، په ځانګړې توګه د پاکستان او ایران رول مني او په افغانستان کې د دوی پخپله رضا، خوندي، باوقاره، ګړندۍ او دوامداره بیرته ستنیدنې لپاره د ښه پلان له لارې د مناسبو شرایطو رامنځته کول غواړي،

له نړیوالې ټولنې غوشتنه کوي چې د افغان ک‌‌‌‌‌‌ډوالو د اړتیاو به برابرولو کې کوربه هېوادونو سره مرستې ته دوام او هېواد ته د ک‌‌‌‌‌‌ډوالو د بیرته راستنیدو لپاره د افغانستان حکومت له هڅو څخه ملاتړ وکړي،

د ترانسپورتي، سوداګرۍ، انرژۍ، عامه اړیکو، ښوونې، ټولنیزې، کلتوري تبادلې او ګرځندوی په برخو کې د سیمه‌ایزو همکاریو پراختیا په برخه کې د ارادې موجودیت اعلان کړ،

په اقتصادي ودې او عامې روغتیا او د کوویډ - 19 . . .

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.