Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

“د سي ای اې مشر کابل ته پټ سفر درلود”

کابل (پژواک، ٤ غويى ٩٩): امريکايي رسنيو خبر ورکړى چې د دغه هېواد استخباراتي ادارې (سي ای اې) مشر ويليمز برنز په پټه افغانستان ته سفر کړى دى.

امريکايي خبري اژانس (اى پي) د غويي په ٤مه د يوه باوري سياسي مشر په حواله خبر ورکړى چې نوموړي له افغان چارواکو سره د امريکايي ځواکونو له وتلو وروسته حالاتو په اړه خبرې کړې دي.

بلخوا يادې رسنۍ د يوه پخواني لوړپوړي افغان چارواکي په حواله ویلي چې د سي اى اې تر واک لاندې له شپږو ځانګړو افغان قطعو څخه يې دوه د افغانستان ملي امنيت په واک کې ورکړل شوې دي.

ويل کېږي چې نوموړى تېره اوونۍ کابل ته تللی و، خو سرچينو دا نه دي ويلي چې هغه له چا چا سره ليدنې کتنې کړې دي.

د سرچينې په وينا، هغه افغان چارواکو ته ډاډ ورکړى چې د ځواکونو له ايستلو وروسته هم په افغانستان کې د ترهګرۍ ضد مبارزه جاري ساتي.

يادې رسنۍ ويلي چې دوى په واشنګټن کې د سي ای اې له ادارې سره په دې تړاو اړيکه ونيوه، خو هغوى له خبرو کولو ډډه وکړه.

بلخوا ځينو امريکايي سرچينو ويلي چې له افغانستانه د ځواکونو له ايستلو وروسته هلته حالات خرابېدلى شي.

دا په داسې حال کې ده چې د امريکا استخباراتي ادارې مشر برنز څو ورځې مخکې کانګرېس ته ويلي وو چې داعش او القاعده دا وړتيا لري چې په افغانستان کې يو ځل بيا سر راپورته کړي.

 

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.