کابل (پژواک، ۴غویی۱۴۰۰): د ملي امنیت سلاکار وایي چې حکومت د هر ډول ستونزمنو حالاتو د مهارولو لپاره چمتووالی لري او طالبان نه شي کولی چې د زور له لارې واک ته ورسیږي .
د ملي امنیت سلاکار ډاکټر حمدالله محب دغه څرګندونې نن د غويي په ٤مه، د ملي امنيت رييس، د کورنيو چارو وزير او د ملي دفاع سرپرست وزير سره په يوه ګډه خبري غونډه کې وکړې.
هغه د ترکیې ناستې ته په اشارې سره وویل، طالبان د سولې لپاره ژمن نه دي او نه یې غوښتل چې د ترکیې په ناسته کې د نړیوالو په مخ کې د سولې په اړه ژمنې وکړي .
د نوموړي په وينا، هغوى یو ځل بیا د افغانستان خلکو ته وښودله چې د سولې پر ځای جګړه خوښوي.
ټاکل شوې وه د افغانستان د سولې په تړاو د اپریل په ۲۴مه په ترکیه کې د افغان لوریو، سیاسیونو او ځینو هېوادونو د استازو په ګډون د ملګرو ملتونو تر مدیریت لاندې غونډه جوړه شي، خو د طالبانو د نه ګډون له امله دا غونډه وځنډېده.
محب زیاته کړه:((مخالفینو ته یو خاص غرور پیدا شوی او فکر کوي چې په زور باندې د افغانستان پر خلکو حکومت کولی شي، خو دا ګمراه فکر دی، له طالبانو څخه غواړم چې د سولې لاره غوره کړي، ځکه دوى نه شي کولى چې د زور له لارې واک ته ورسیږي.))
د ملي امنيت سلاکار همدا راز د طالبانو د زندانیانو د خوشې کېدو په اړه وویل، زندانیانو جرم کړی، تېر ځل یې هم د سولې په موخه خوشې کړل، خو دغه کار د سولې لپاره هيڅ ګټه ونه کړه.
ده وویل، تېر ځل چې د طالبانو کوم زندانیان خلاص شوي په هغوى کې ډېرى قاچاقبران هم وو . که طالبان غواړي چې خپل بندیان خوشې کړي؛ نو باید داسې نوملړ چمتو کړي چې قاچاقبر په کې نه وي او خلکو ته وښیي چې ولس ته یې زیان نه دی رسېدلی.
هغه زياته کړه:(( د امریکایي ځواکونو په وتلو ممکن ځینې کسان اندېښمن واوسي، خو دلته حکومت شته دی، زه ولس ته ډاډ ورکوم چې د اندېښنې لپاره هیڅ نشته دي موږ د دې وړتیا لرو چې وضعیت مهار کړو.))
محب وویل، د هر ډول ترهګریزو پېښو د مهار او مخنیوي لپاره چمتو دي او په دې اړه د امنیتي سکتور تر منځ ښه همغږي شتون لري.
د ملي امنیت عمومی ريیس احمد ضیا سراج وویل، په تخار ولايت کې د يوه سوداګر د تښتونې په جرم يوه شپږ کسيزه ډله نيول شوې چې يو يې د طالبانو د زندانيانو په ډله کې خوشې شوى کس دی.
ده همدا راز وویل چې د طالبانو د کویټې او پېښور شوراګانو ترمنځ ژور اختلافات رامنځته شوي او
دغه اختلافات ورځ تر بلې زیاتیږي، ځکه چې دوى د خپلو ګټو د وېش په فکر کې دي.
سراج وايي، که چېرته بهرني ځواکونه له افغانستان څخه ووځي افغان امنیتي ځواکونه دا وړتیا لري چې له خپلو خلکو او هېواد څخه دفاع وکړي.
د ملي دفاع سرپرست وزير او لوى درستيز جنرال یاسین ضیا وویل، چې طالبان په جګړه کې له مېرمنو او ماشومانو څخه هم کار اخلي او د دې پروا نه ساتي چې په جګړه کې دې ملکي کسان نه وژل کیږي.
ده وویل، وضعیت د اندېښنې وړ نه دى، بلکې د ویاړ ځای دی چې ټول عملیات د افغان ځواکونو په لاس کې دي.
ده زياته کړه چې د ناټو ځواکونه په بګرام او مزارشریف کې پاتې دي او نورې اډې افغان ځواکونو ته سپارل شوې دي.
د امریکا او طالبانو تر منځ د دوحې تړون له مخې باید بهرني ځواکونه تر راتلونکې مې میاشتې له افغانستانه ووځي، خو د امریکا او ناټو ځواکونو په دې وروستیو کې ویلي چې مې کې د پوځیانو ایستل پیلوي او د سپټمبر تر ۱۱مې یې بشپړوي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP