ترینکوټ ( پژواک، ٤غویی۱۴۰۰ ) د اروزګان والي وایي چې په دغه ولایت کې به سږکال د اغاجان بند ترڅنګ د څلوېښتو نورو کوچنیو چک ډېمونو لومړنۍ سروې بشپړې او ژر به یې د جوړېدو کار پیل شي.
شېرزاد دغه څرګندونې نن د یوې خبري ناستې پرمهال وکړې او ویې ویل، دولت ژمن دى چې سږکال په اروزګان کې د بندونو په ګډون د بیارغونې ګڼې نورې پروژې هم ترسره کړي.
والي وایي، د اوبو د بند او چک ډېمونو ترڅنګ په روان کال کې به د ترینکوټ او کندهار ترمنځ د لویې لارې ۳۸ کیلومتره سړک هم په پاخه او اساسي توګه جوړشي او ترڅنګ به یې د لارې پاتې ویجاړه شوې برخه هم ورغول شي.
شېرزاد زياته کړه، په مرکز ترینکوټ کې د بېوزلو او بې سرپرستو ښځو او یتیمو ماشومانو لپاره روزنتون، په نشه د روږدو کسانو درملنې لپاره روغتيايي مرکز او ترڅنګ یې د ناروغانو د درملنې لپاره د یوه ۵۰ بستریز روغتون چارې هم پیل شي.
د هغه په وينا، د دې پروژو ډېره برخه د وسله والو طالبانو تر واک لاندې سیمو کې عملي کیږي او نوموړي پر دغې ډلې غږ وکړ چې د عامه تاسیساتو رغولو لپاره نه یوازې خنډ پېښ نه کړي، بلکې همکاري هم وکړي.
والي وایي، طالبان دې د روغتیا، پوهنې او بیارغنیزو چارو سره سیاسي چلند نه کوي، ځکه دا خدمتونه د ټولو ولسونو لپاره ترسره کیږي.
هغه پر طالبانو نیوکه وکړه چې لاهم د یوشمېر پروګرامونو مخنیوی کوي او نه پرېږدي چې عام خلک له خدماتو برخمن شي.
د اروزګان والي افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه هم وستایل، چې د امنیت ټینګښت برخه کې یې کار کړی او د پېښو ګراف ټيټ شوی دی.
هغه وويل، که څه هم راتلوونکو څو میاشتو کې بهرني ځواکونه له افغانستان څخه وځي، خو افغان ځواکونه به خورا په ښه توګه امنیت ټینګ کړي.
Views: 22
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن