Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د کندهار په پنجوايي ولسوالۍ کې موټربم برید شوی

کندهار ښار (پژواک، ٥ غويى ١٤٠٠): د کندهار پنجوايي ولسوالۍ د يخ څاه په سیمه کې د ملي اردو پر ځواکونو د هاموې موټر په وسیله برید شوی دی.

د پنجوايي ولسوالۍ يوې امنیتي سرچینې د غويي په ٥مه پژواک خبري اژانس ته وویل، دغه برید تېره شپه شاوخوا يوه بجه شوی دی.

سرچینه زیاتوي، وسله والو چاودېدونکي توکي په یوه هاموې موټر کې ځای پر ځای کړي وو او د برید موخه یې د پولیسو او ملي اردو د ضربتي ځواکونو ګډه قرارګاه وه.

د سرچینې په وینا، په دغه برید کې يواځې دوه سرتېري ټپيان شوي دي.

چاودنه دومره زوروره وه چې غږ یې په کندهار ښار کې هم واورېدل شو.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

د ارغنداب له تصفیه کولو وروسته اوسمهال په پنجوايي ولسوالۍ کې د امنیتي ځواکونو عملیات روان دي.

چارواکي وايي، د ارغنداب په څېر به پنجوايي ولسوالۍ هم ژر له وسله والو پاکه شي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.