ښرنه (پژواک، ٥ غويی ١٤٠٠):د پکتيکا اوسېدونکو په دغه ولايت کې د وروستيو وژنو او وسله والو غلاوو په برخه کې د حکومت د پرېکنده اقدام غوښتنه وکړه.
دغه اعتراضي غونډه وروسته تر هغه جوړه شوه چې په تېرو څو ورځو کې په دغه ولايت کې د دوو قومي مشرانو او يو صراف په ګډون څو تنو ته مرګ ژوبله واوښته، خو عاملين يې ونه نيول شول.
په دې غونډه کې محمد حليم وويل چې وروستيو وژنو او وسله والو غلاوو خلک سخت اندېښمن کړي، ځکه تر اوسه پورې د حکومت له لوري يې عاملين نه دي نيول شوي.
ديني عالم مولوي رحيم ګل وويل چې حکومتي مسوولين د خلکو د امنيت په ټينګښت کې پاتې راغلي دي.
هغه وايي: ((نور دا حالت د زغملو وړ نه دى، که د خلکو امنيت نه شي نيولاى، استعفا دې ورکړي.))
د غونډې يوه بل ګډنوال اسحق آرين وويل چې حکومت د خلکو امنيت نه شي نيولاى، دوى اړ دي د خلکو د امنيت ساتنې لپاره يوه لويه قومي شورا جوړه کړي.
د غونډې يو شمېر نورو ګډونوالو هم ورته څرګندونې وکړې او ويې ويل چې حکومت دې د وروستيو پېښو عاملين پيدا او پر وړاندې دې پرېکنده اقدام وکړي.
دوى د يوه پرېکړه ليک په صادرولو سره حکومت ته ١٥ ورځې وخت ورکړ ترڅو د وروستيو پېښو عاملين پيدا کړي.
په دې اړه د پکتيکا امنيه قوماندان سمونوال لطف الله کامران وويل چې له قومي مشرانو سره يې په دې اړه ناسته کړې او هڅې يې پيل کړې چې د وروستيو پېښو عاملين پيدا کړي.
قوماندان له خلکو غوښتنه وکړه چې د امنيت په ټینګښت کې له حکومتي ارګانونو سره همکاري وکړي.
د يادونې ده چې په دې وروستيو کي د پکتيکا ترڅنګ په ټول هېواد کې هدفي وژنې ډېرې شوې دي.
Views: 43
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP