Language

هلمند کې يو ديني عالم وژل شوى

لښکرګاه (پژواک، ٥ غويی ١٤٠٠): د هلمند امنيتي مسوولين وايي چې ناپېژانده وسله والو په دغه ولايت کې يو ديني عالم وژلى دى.

د هلمند د نهرسراج ولسوالۍ امنيه قوماندان محمد اسماعيل خپلواک د غويي په پنځمه پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن سهار ناپېژانده وسله والو په زاړه بازار سيمه کې د مولوي جميل په نوم ديني عالم وژلى دى.

دى وايي: ((مولوي جميل د جومات ملا امام و، کومه دولتي دنده يې نه درلوده.))

هغه وايي چې د دې پېښې په تړاو تراوسه څوک نه دي نيول شوي، خو په اړه يې پلټنې روانې دي.

د يادې پېښې مسووليت تر اوسه چا نه دى منلی.

په دې وروستيو کې په ټول هېواد کې د هدفي وژنو کچه لوړه شوې چې خلک يې سخت اندېښمن کړي دي.