Language

افغانستان له چک جمهوریت د اړیکو پر نوي فصل خبرې وکړې

کابل ( پژواک ۶ غویی ۱۴۰۰) ؛ فغان سفیر د چک جمهوریت لومړي وزیر سره د اړیکو د نوي فصل پرانستلو په هکله خبرې وکړې

په چک جمهوریت کې د افغانستان د اسلامي جمهوریت سفیر شهزاد آریوبي د کوربه هېواد لومړي وزیر اندری ببېش سره په یو شمېر موضوعاتو خبرې وکړې.

د سفارت لخوا په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي  آریوبيببېش ته د افغانستان د سولې د پروسې د پرمختګونو په هکله معلومات ورکړل اوې ویل  چې افغان حکومت د متحده ایالاتو او طالبانو تر منځ د تېر کال له هوکړې وروسته، خواوشا ۶۰۰۰ طالب بندیان خوشې کړل،‌ خو بیا هم وسله وال طالبان د سولې خبرو ته په کېناستلو کې ناغېړي کوي.‌

افغان سفیر وویل، افغانستان هڅه کوي د بهرنیو ځواکونو له وتلو څخه وروسته له نړۍ والې ټولنې سره د اړیکو نوی فصل پرانیزي، او د چک لومړي وزیر څخه یې وغوښتل چې هېواد یې له افغانستان سره په تخنیکي، صنعتي او اکاډمیکو سکتورونو کې همکاري وکړي.

د چک جمهوریت لومړي وزیر اندری ببېش افغان سفیر ته ډاډ ورکړ چې له افغانستان څخه د چکي عسکرو او په ټوله کې د نړۍ وال ایتلاف د ځواکونو له وتلیو وروسته به هم له افغانستان سره خپلو همکاریو ته دوام ورکړي.

په خبر پاڼه کې راغلي افغانستان له چک جمهوریت سره د طالبانو د نظام له نسکورېدلو راوروسته او په لویه کې له پخوانۍ چکوسلواکیا سره له لسیزو راهیسې په تحصیلي، صنعتي، او تخنیکي برخو کې همکارۍ لري او چکانو په ګڼو مواردو کې دې ته چمتووالی ښودلی چې د تخنیک او سوداګرۍ د پرمختګ په برخو کې افغانستان ته لاس ورکړي.