جلال اباد (پژواک، ۶ غويی ۱۴۰۰): د ننګرهار په مرکز جلال اباد ښار کې چاودنې چې د اردو پر یوه موټر شوې، د ښځو په ګډون شپږ کسان ټپيان کړي دي.
د ننګرهار امنيې قوماندانۍ وياند فريد خان د غويي په ۶مه پژواک اژانس ته وويل چې نن سهار شاوخوا اووه نیمې بجې د جلال اباد ښار لومړۍ ناحیې اړوند کوچیانو ریاست ته څېرمه د څلورمې پلې لوا پر يوه رینجر چاودنه وشوه.
هغه په دې پېښه کې د مرګ ژوبلې په اړه جزيات ور نه کړل.
خو يوې بلې سرچينې د نوم نه اخیستو په شرط وويل چې چاودنه د ملي اردو اړوند د ساحوي منسوبينو په هايلکس موټر شوې، يو سرتېری شديد او دوه سطحي ټپيان شوي دي.
خو د جلال اباد حوزوي روغتون وياند ګلزاده سنګر پژواک ته وويل چې د پېښې له ځايه ورته شپږ ټپيان ور وړل شوي دي.
هغه زياته کړه چې په ټپيانو کې درې سرتېري، دوه مېرمنې او يو نارينه شامل دي چې د ټولو روغتيايي وضعيت د ډاډ وړ دی.
د پېښې عيني شاهدان وايي چې په چاودنه کې د اردو پر موټر سربېره دوه ريکشاوې هم تخريب شوې دي.
د چاودنې مسووليت چا نه دی منلی.
Views: 102
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن