شبرغان (پژواک، ۶ غویی ۱۴۰۰): د جوزجان د عدلیې رییس په دغه ولایت کې له غاصبینو د اته سوه جریبه ځمکې راګرځولو خبر ورکړی او ویلي یې دي چې لا هم اتیا زره جریبه ځمکه له غاصبینو سره ده.
د جوزجان د عدلیې رییس سید محمد جعفر مصباح پژواک ته په ځانګړې مرکه کې وویل: «موږ په ۱۳۹۹ کال وکولی شول چې له غاصبینونه اته سوه جریبه دولتي ځمکه بېرته را وګرځوو.»
ده زیاته کړه چې اوس مهال په شبرغان کې د ۱۶۰ جریبه ځمکې د بېرته راګرځولو کار دوام لري څو د غاصبینو له کنټروله را و ایستل شي.
نوموړي وویل: «له غاصبینونه د دولتي ځمکو بېرته راګرځولو کې له ستونزو سره هم مخ یو؛ په ورځني ډول له تطمیع کولو او بیا تر جدي ګواښونو پورې زموږ د ادارې منسوبینو ژوند له ننګونو سره مخ کوي، د دې معضلې حل کولو لپاره ځینې ادارې، په ځانګړي ډول پولیس له موږ سره همکاري نه لري.»
نوموړي د دې پوښتننې ترڅنګ چې د غاصبینو ډلې ترکیب کې د کومې ګټګورۍ کسان شامل دي؟ وویل: «دغه خلک په ټولنه کې په بېلابېلو بڼو را څرګنديږي، چې په ځینو مواردو کې اصلاً د پېژندنې وړ نه وي.»
د مصباح په قول، شته ناامنیو هم هغو ټولو کسانو ته چې د ځمکې په غصب کې ښکېل دي، د دوی د ادارې لاسرسی کم کړی دی.
هغه زیاته کړه: «کوم څه چې مهم دي، زموږ پرېکړه ده چې د غاصبینو پر وړاندې کلک ولاړ یو، له خپله دریځه نه اوړو.»
نوموړي وویل اوس هم اتیا زره جریبه ځمکه له غاصبینو سره ده چې د وروستیو شاوخوا دوو لسیزو په اوږدو کې غصب شوې ده.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP