ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

وکيلان: امریکایان دې په افغانستان کې موجود نظامي تجهیزات پاکستان ته نه ورکوي

وکيلان: امریکایان دې په افغانستان کې موجود نظامي تجهیزات پاکستان ته نه ورکوي

author avatar
26 Apr 2021 - 17:17
وکيلان: امریکایان دې په افغانستان کې موجود نظامي تجهیزات پاکستان ته نه ورکوي
author avatar
26 Apr 2021 - 17:17

کابل (پژواک،۶غویی۱۴۰۰): د ولسي جرګې ځینې غړي وایي، امریکایي نظامیان په افغانستان کې خپل نظامي تجهیزات یا تخریبوي یا یې پاکستان ته ورکوي، خو یو امریکایي مقام وایي چې خپلې اډې له تجهیزاتو سره افغانانو ته تسلیموي.

د امریکا متحده ایالاتو جمهور رئیس جوبایډن تر اعلان وروسته چې امریکایي ځواکونه به د روان زېږديز کال د سپټمبر تر یوولسمې له افغانستان څخه وځي، داسې  راپورونه خپاره شوي چې ښايي امریکایي نظامیان د خپلو اډو تر تخلیې وروسته خپل نظامي تجهیزات یا تخریبوي یا یې پاکستان ته سپاري.

د ولسي جرګې په نننۍ ناسته کې په دغه اړه بحث وشو.

په ولسي جرګه کې د فراه د خلکو استازې بلقیس روشن وویل، بهرنیان په افغانستان کې خپلو اډو کې د خپلو نظامي تجهیزاتو په تخریب بوخت دي.

دې زیاته کړه، امریکایان هوډ لري چې خپل نظامي تجهیزات له افغانستانه انتقال کړي او د پاکستان حکومت ته یې تسلیم کړي.

د هغې په وینا، افغانان د امریکایانو له وتلو سره ستونزه نه لري او باید افغانستان پرېږدي، خو خپل نظامي تجهیزات باید نه پاکستان ته ورکړي او نه یې تخریب کړي.

په دې جرګه کې د ننګرهار د خلکو استازې سایمې خوږیاڼۍ هم ورته ادعا وکړه چې امریکایان خپل وسایل او تجهیزات په خپلو اډو کې ويجاړوي.

هغې زیاته کړه: «امریکایانو د ۲۰ کلونو په اوږدو کې د افغانستان خلکو ته ډېر تاوانونه اړولي دي یا دې تاوان ورکړي یا دې خپل نظامي تجهیزات چې په افغانستان کې یې لري، افغانانو ته تسلیم کړي.»

په دې جرګه کې د سمنګان د خلکو استازي ابدال الله محمدي وویل:«تر هغه چې بهرني ځواکونه په افغانستان کې حضور ولري، موږ افغانان به ارامي ونه وینو، موږ له امریکایانو سره امنیتي تړون لرو، هغوی باید ټول تجهیرات افغانانو ته ورکړي، له افغانستانه يې بهر نه کړي او د افغانستان تاریخي دښمن (پاکستان) ته يې ورنه کړي.»

ده زیاته کړه: «بهرنیان وایي چې موږ تجهیزات نه تخریبوو، خو په اډو کې یې عملا د تخریب چارې روانې دي.»

دغه راز د دغې جرګې یوشمېر نورو غړو هم ورته ویناوې درلودې.

دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د غوڅ ملاتړ ماموریت عمومي قوماندان سکاټ مېلر پرون (د غویي ۵مه) په کابل کې خبریالانو ته وویل چې ټولې اډې به له ځینو تجهیزات سره د افغانستان دفاع وزارت ته تسلیم کړي.

هغه پاکستان ته د تجهیزاتو د لېږد په باره کې څه ونه ویل، خو زیاته یې کړه چې يوه برخه تجهيزات د دې هېواد هغو پوځي اډو ته چې د سيمې په هېوادونو کې موجودې دي، لېږدول کېږي.

Views: 20

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.