ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ګردېز کې د ۲۵٤ ميليونه افغانيو په لګښت د يوه روغتيايي بنسټ جوړولو چارې پيل شوې

ګردېز کې د ۲۵٤ ميليونه افغانيو په لګښت د يوه روغتيايي بنسټ جوړولو چارې پيل شوې

author avatar
27 Apr 2021 - 11:32
ګردېز کې د ۲۵٤ ميليونه افغانيو په لګښت د يوه روغتيايي بنسټ جوړولو چارې پيل شوې
author avatar
27 Apr 2021 - 11:32

ګردېز (پژواک، ۷ غويی ۱۴۰۰): د پکتيا په مرکز ګردېز کې د خصوصي سکتور له خوا د ۲۵۴ ميليونه افغانيو په لګښت د زون په کچه د طبي او تحصيلي کمپلکس د جوړولو چارې پيل شوې.

ياد کمپلکس د رڼا طبي ګروپ له خوا جوړيږي چې په خبره يې له تدريسي څانګې سربېره به عملي خونې او ۳۰ بستريز روغتون هم ولري.

د ياد ګروپ مشر ډاکټر سميع الله احمدزي پژواک ته وويل چې د دغه کمپلکس پر اداري او تدريسي پنځه پوړيزه ودانۍ به له ۹۵ــ۹۸ ميليونه افغانۍ لګښت راشي او له چارو بشپړېدو وروسته به ورته د دوه ميليونه ډالرو په لګښت عصري طبي وسايل هم وپېرل شي.

احمدزی وايي: ((د دغه کمپلکس په جوړېدو سره به په طبي برخه کې د لیسانس په کچه تکړه کسان و روزل شي او دلته جوړېدونکی روغتون به د زون او هېواد په کچه له ډېرو مهمو روغتونونو څخه وي.))

ډاکټر سميع الله احمدزي وويل چې ياد کمپلکس پر ۴۴۰۰ متره مربع ځمکه جوړوي، چې له دولت څخه يې په قرارداد اخيستې ده.

نوموړی وايي چې د رڼا طبي کمپلکس جوړېدو چارې به په ۱۸ کاري مياشتو کې بشپړې شي.

احمدزي زياته کړه: ((د پوهنتون او شفاخانې ترڅنګ به يوه لېسه هم جوړه کړو، داسې لېسه چې له نورو به متفاوته او په الکترونيکي او عصري سيسټم به سمبال وي. د چارو له تکمیلېدو وروسته به سمدلاسه خدمات وړاندې کول پيل شي.))

د پکتيا د عامې روغتيا رييس ډاکټر ولايت خان احمدزي د رڼا طبي کمپلکس د چارو پر پيل خوښي وښوده او ويې ويل چې په دغه ولايت کې په روغتيا برخه کې زيات کار ته اړتيا شته.

احمدزی وايي: ((زه له خصوصي سکتور څخه مننه کوم چې په صحي برخه کې د پام وړ خدمات وړاندې کوي او دا کمپلکس په ياده برخه کې يو ډېر ښه کار دى.))

د پکتيا د سوداګرۍ او پانګونې خونې مشر عبدالنصير عالميار د رڼا طبي کمپلکس پانګونه د قدر وړ وبلله او ويې ويل چې په پکتيا کې د پانګونې مناسب شرايط شته او پانګه وال دې په دغه ولايت کې پانګونه وکړي.

د پکتيا والي حليم فدايي وويل چې په پکتيا کې پانګونې ته شرايط چمتو دي او هر څوک چې په دغه ولايت کې پانګونه کوي، ولايتي اداره به په ټول توان ور سره همکاري وکړي.

فدايي وايي: ((په صحي سکتور کې پانګونې او کار ته جدي اړتيا ده. د بهرنيو ځواکونو په وتلو ځينې فکر کوي، چې ګډوډي به راشي، خو رڼا طبي ګروپ او ورته پانګونې وښوده چې هېڅ به هم ونه شي. دا وطن زموږ دی او بايد د مالکيت په قوي حس يې وپالو.))

رڼا طبي ګروپ اوسمهال په پکتيا کې د طبي نيمه لوړو زده کړو تر ټولو لوی انسټيټيوټ لري، چې سلګونه نجونې او هلکان په کې زده کړې کوي.

Views: 53

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.