ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

لاريون کوونکي: وسله وال طالبان دې روانه کورنۍ جګړه بس کړي

لاريون کوونکي: وسله وال طالبان دې روانه کورنۍ جګړه بس کړي

author avatar
28 Apr 2021 - 15:09
لاريون کوونکي: وسله وال طالبان دې روانه کورنۍ جګړه بس کړي
author avatar
28 Apr 2021 - 15:09

ګردېز (پژواک، ۸ غویی ۹۹): د پکتيا ولايت د بېلابېلو سيمو ګڼو اوسېدونکو ځوانانو، مشرانو او مېرمنو په ګردېز کې د يو لاريون پر مهال د وسله والو طالبانو له خوا روانه جګړه کورنی جنګ وباله او له يادې ډلې يې وغوښتل چې اوربند او سوله دې وکړي.

دوی وويل چې د روانې جګړې لپاره هېڅ ډول توجيه نه ده پاتې او وسله والو طالبان دې نور د افغانانو له وژلو لاس واخلي.

يو تن مدني فعال بلال معروف وايي چې د سولې پروسې د برياليتوب لپاره دې ژر تر ژره اوربند وشي او د سولې معنادارې خبرې دې پيل شي.

معروف وويل چې د افغانستان اسلامي جمهوريت په نړۍ کې غوره اسلامي هېواد دی او افغانان به چا ته پر دې نظام د معاملې اجازه ور نه کړي.

نوموړي زياته کړه:((د راتلونکي نظام لپاره بې قيد و شرطه ټولټاکنې غواړو، تېر ته نه ستنيږو. اوربند زموږ سره کرښه ده. دا وطن د افغانانو دی، تل يې ساتلی او تر دې وروسته به يې هم په ګډه ساتنه او دفاع کوو، له خپلو امنيتي او دفاعي ځواکونو ملاتړ کوو او پر خپل نظام باوري يو چې وطن به ساتي.))

قومي مخور عالم شاه زرمتي وويل چې افغانستان له څو اړخونو له سخت حالت سره مخ دی او وسله وال طالبان دې د خپلو ادعاوو رښتيا ثابتولو لپاره سوله وکړي.

شاه وويل:((افغانستان له سخت بحران سره مخ دی، وسله وال دې نور له خدايه وډار شي او سوله دې وکړي. نور کونډې او يتيمان بس دي. دربدره شو.))

د ګردېز اوسېدونکې عاليه پژواک ته وويل چې د سولې غوښتنې لپاره راوتلې او له نړيوالې ټولنې غواړي چې د سولې لپاره پر وسله والو طالبانو لازم فشار راوړي.

هغه وايي:((زه د سولې لپاره راوتلې يم، په دې وطن کې نور د ژوند کولو څه نه دي پاتې، جنګ هر څه بد او بدرنګ کړي دي. ولې افغانان د ژوند کولو حق نه لري؟ د اسلام او په نورو نومونو د استخباراتي جګړې اوږدول او له افغانانو د ژوند حق اخيستل پر بشري تاريخ تور داغ دی)).

يو تن ځوان اسمعيل حيدري وويل چې په روانه جګړه کې ټول زيان افغانانو ته اوړي او د مرګ، ژوبلې سربېره د هېواد تاسيسات زيانمن کيږي.

حيدري وايي:((د بهرنيو ځواکونو وتل د تشويش خبره نه ده، خو دوی چې وځي بايد ټول تجهيزات، وسايل، وسايط او نور لوازم افغان امنيتي او دفاعي ځواکونو ته ورکړي. ټول نړيوال بايد د افغانانو او افغانستان پر وړاندې خپل مسوليت ادا کړي.))

د پکتيا ولايتي اداره وايي چې د هر هغه حرکت او غږ ملاتړ کوي چې په هېواد کې د سولې او ثبات له ټينګښت سره مرستندوي وي. که څه هم افغانانو له بېلابېلو لارو ډېر ځله له وسله والو طالبانو، په تېره په روژې مياشت کې د جګړې نه کولو غوښتنې کړې، خو يادې ډلې تر اوسه دې غوښتنو ته مثبت ځواب نه دی ویلی.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.