کابل(پژواک،۸غویی۱۴۰۰): په داسې کې چې د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته په افغانستان کې د کورنۍ جګړې په اړه اندېښنې موجودې دي، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر وایي چې هیڅوک بیا په افغانستان کې له کورنۍ جګړې سره علاقه نه لري.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر دغه څرګندونې په داسې حال کې کړي چې نن د غويي اتمه د مجاهدینو د بري له ورځې سره برابره ده، له نن څخه ۲۹کاله مخکې مجاهدینو کابل د مخکني شوروي پلوه حکومت څخه چې مشري یې ډاکټر نجیب کوله ونیوه، خو ډېر ژر په کابل کې د یو شمېر جهادي ګوندونو ترمنځ د واک د وېش له امله جګړې رامنځته، زیات شمېر کابل ښاریان وژل شول، ډېر ټپیان او کډوال شول او دغه راز د ښار زیاتې برخې ویجاړې شوې.
له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو د وتلو او د مجاهدینو د بري د ورځې په درشل کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلنکین سي ان ان ته ویلي :(( هیڅوک بیا په افغانستان کې له کورنۍ جګړې سره علاقه نه لري.))
هغه زیاته کړې: (( ډاډه یم چې د افغانستان خلک دغه علاقه نه لري،نه د افغانستان دولت او نه هم طالبان ددغه کار علاقه مند دي او حتی د افغانستان هیڅ ګاونډی هم دغه کار نه غواړي.))
بلخوا د ملي روغې جوړې عالي شورا په یوه خبرپاڼه کې د غويي اتمه د مجاهدینو د بریا ورځ د مبارکۍ ترڅنګ ویلي: (( دغه بریا په ډېرو قربانیو ترلاشه شوې او په دې لاره کې له یومیلیون څخه زیات کسان شهیدان شوي دي. په لسګونو زره ټپیان او معلول شوي او په میلیونونو کسانو خپل کورونه او کلي له لاسه ورکړي او مهاجر شوي دي.))
سرچینې ویلي چې د غویي له اتمې وروسته کومې پېښې چې رامنځته شوې دي، برحقه مجاهدین د هغو غوښتونکي نه وو او هغه له مجاهدینو او برحق جهاد څخه څه نه شي کمولی.
د امریکا ولسمشر جوبایډن اعلان کړی چې د روان میلادي کال د سپټمبر تر ۱۱مه به ټول امریکایي ځواکونه له افغانستان څخه ووځي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP