کابل (پژواک، ۹غویی۱۴۰۰): د عامې روغتیا وزارت د روغتیا خصوصي سکتور د کرونا ویروس د درېیمې څپې مبارزې په چارو کې اړین وګاڼه او وایي چې دغه سکتور باید له عامې روغتیا وزارت سره د دغه وایروس په درېیمه څپه کې همکاري وکړي.
د عامې روغتیا وزارت د مطبوعاتي دفتر په خبرپاڼه کې چې پژواک خبري اژانس ته رالېږل شوې، راغلي چې د هېواد د عامې روغتیا وزارت سرپرست وزیر ډاکټر وحید مجروح نن (پنجشنبه) په یوه ناسته کې د کرونا ویروس د درېیمې څپې د مبارزې لپاره د روغتیایي ادارو کړنې وارزولې.
سرچینه لیکي چې د عامې روغتیا سرپرست وزیر د روغتیایي ادارو د کړنو د ارزونې ترڅنګ اړوندو مسوولانو ته لارښوونه وکړه چې د کرونا ویروس د درېیمې څپې په مخنیوي کې لازم تدابیر ونیسي.
دغه راز نوموړي د کرونا ویروس د درېیمې څپې په مبارزې کې د روغتیا خصوصي سکتور رول مهم وګاڼه او له ټولو اړوندو بنسټونو څخه یې وغوښتل چې په دې حساس وخت کې له عامې روغتیا وزارت سره هر اړخیزه همکاري وکړي.
دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې په هېواد کې د کرونا مثبتې پېښې زیاتې شوې او تراوسه پورې په ټول هېواد کې د کرونا د نوې بڼې دوه سوه پېښې ثبت شوې دي.
Views: 10
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن