کندهار(پژواک، ۹ غویی ۱۴۰۰): چارواکي وايي، امنیتي ځواکونو د هوايي ځواک په ملاتړ د کندهار په میوند، خاکرېز او ژیړۍ ولسوالیو کې عملیات کړي چې په پایله کې یې د دوو بهرنیانو په ګډون ۴۷ وسله وال وژل شوي او ۹ نور ټپیان شوي دي.
بل خوا د جګړې له امله د کندهار- هرات لار د میوند او ژیړۍ ولسوالیو په ساحه کې تړلې ده چې له امله یې خلک له سختو ستونزو سره مخ دي.
په کندهار کې د ملي اردو د ۲۰۵ اتل قول اردو ویاند ډګرمن خواجه یحیی علوي پژواک خبري اژانس ته وویل، د دغه ولایت په میوند، ژیړۍ، پنجوايي، خاکرېز او یو شمېر نورو ولسوالیو کې د امنیتي ځواکونو عملیات دوام لري.
هغه زیاته کړه، په هغو عملیاتو کې چې د هوايي ځواک په ملاتړ په میوند، خاکرېز او ژیړۍ ولسوالیو کې شوي، د دوو پاکستاني وسله والو قاري حمزه او قاري حاکم په ګډون ۴۷ وسله وال وژل شوي او ۹ نور ټپيان دي.
دی وايي، په وژل شوو کې له میوند څخه تر لښکرګاه پورې د لویې لارې لپاره د طالبانو د اخاذیو مسوول حاجي روحاني او یو بل قوماندان قاري بسم الله هم شامل دي.
د ده په خبره، د امنیتي ځواکونو عملیات دوام لري چې په پایله کې به یې ګڼې ساحې له وسله والو پاکې شي.
د میوند ولسوالۍ یوې امنیتي سرچینې پژواک خبري اژانس ته وویل، د هوايي بریدونو په پایله کې وسله وال د دغې ولسوالۍ له مرکز او بازاره په شا تمبول شوي دي.
سرچینه زیاتوي، په میوند کې تر دې مهاله په مخامخ جګړه او هوايي بریدونو کې ۲۸ وسله وال وژل شوي دي.
د سرچینې په خبره، له درې ورځو سختې جګړې وروسته د ولسوالۍ د مرکز او بازار د کلابندۍ ګواښ له منځه تللی خو جګړه لا هم روانه ده.
دغه سرچینه وايي، وسله والو طالبانو د کندهار تر څنګ له هلمند او اروزګان ولایتونو هم خپل جنګیالي میوند ته راغوښتي وو څو دغه ولسوالي سقوط کړي خو ونه توانېدل.
یادې سرچینې په ژیړۍ ولسوالۍ کې هم د هوايي بریدونو خبر ورکړ چې په پایله کې يې ۹ وسله وال وژل شوي دي.
بلخوا تېره شپه په ارغنداب ولسوالۍ کې هم پر امنیتي ځواکونو برید او چاودنې شوې دي.
برید او چاودنې داسې مهال کېږي چې دغه ولسوالي درې اوونۍ مخکې له وسله والو پاکه اعلان شوه.
یوې امنیتي سرچینې پژواک ته وویل، په یادو چاودنو او برید کې ۴ پولیس وژل شوي، دوه پولیس او دوه ملکي وګړي ټپیان شوي دي.
د روژې په میاشت کې روانو ناامنیو او جګړو خلک له سختو ستونزو سره مخ کړي دي او له دواړو لورو د جګړې د درېدو غوښتنه کوي.
د جګړې له امله د کندهار- هرات لار د میوند او ژیړۍ ولسوالیو په ساحه کې تړلې ده چې له امله یې دواړو خواوو ته لسګونه مسافر بند پاتې دي.
دغه مسافر چې د کرایې او خوراک پیسې ورسره خلاصې شوې، د لارې تر خلاصېدو پورې د کندهار د والي روح الله په شخصي لګښت ورته د خوراک او اوسېدو د ځای بند و بست شوی دی.
د مسافرو له ډلې احمد جان چې له کابل څخه هرات ته د تګ پر مهال کندهار کې بند پاتې دی او د لارې خلاصېدو ته شېبې شماري.
ده پژواک اژانس ته وویل، په دې فرض روژه کې جګړو، ناامنۍ، د لارې بندېدلو او نورو ستونزو خلکو ته لوی سرخوږی جوړ کړی دی.
دی وايي، له خلکو سره د کرایې او خوراک پیسې خلاصې شوې وې خو ښه وو د کندهار والي په دې برخه کې مرسته وکړه.
نوموړی غوښتنه کوي چې ښکېلې غاړې دې روژې او خلکو ستونزو ته په کتو جګړه ودروي څو بند پاتې خلک خپلو کورونو ته ستانه شي.
وسله والو طالبانو تر اوسه د روانې جګړې او اوښتې مرګ ژوبلې په اړه تبصره نه ده کړې.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP