Language

د امریکا، روس، چین او پاکستان استازو د افغانستان د سولې پلاوي سره ولیدل

کابل (پژواک، ۱۰ غویی ۱۴۰۰) : د امریکا، روسیې، چین او پاکستان ځانګړو استازو په قطر کې د افغانستان د اسلامي جمهوریت د سولې مرکچي پلاوي سره هم ولیدل.

تر دې مخکې دغو استازو د طالبانو له استازو سره هم د سولې پر وروستیو هڅو خبرې کړې وې.

د افغانستان د ملي روغې جوړې شورا ویاند فریدون خوځون د غویي په ۱۰مه، پژواک اژانس ته وویل چې دا لیدنه نن ماښام د قطر په پلازمینه دوحه کې وشوه.

هغه زیته کړه، چې په دې ناسته کې د افغانستان د سولې پروسې او په دې پروسې کې د سیمې د هیوادونو د رول په هکله خبرې وشوې.

د نوموړي په وینا، د ترویکا غړو هیوادونو استازو د افغانستان د سولې له پر بهیر څخه خپل ملاتړ یو ځل بیا اعلان کړ او د افغانانو ترمنځ د سولې پروسې د ګړندي کولو غوښتنه وکړه.

بلخوا په کابل کې د پاکستان سفیر منصور احمد خان چې په یاده ناسته کې یې ګډون کړی و، په ټویټر کې لیکلي چې په دې ناسته کې د افغان سولې پر وروستیو پرمختګونو خبرې وشوې.