کابل (پژواک، ۱۰ غویی ۱۴۰۰) : د امریکا ، روس، چین او پاکستان ځآنګړو استازو په قطر کې د طالبانو له پلاوي سره پر سولې خبرې کړې دي.
د طالبانو دقطر دفتر ویاند ډاکتر محمد نعیم نن د غویي په ۱۰مه، په ټویټر کې لیکلي چې نن مازيګر په دوحه کې د امريکا متحده ايالتونو، روسيې ، چين او پاکستان هېوادونو ځانګړو ددوی له پلاوي سره ولیدل.
سرچینې زیاته کړې، چې ددوی تر منځ په دې پنځه اړخيزه ناسته کې له تور او جايزه ليستونو څخه د طالبانو د مشرانو او غړو د نومونو د ايستلو، د پاتې بنديانو د خلاصون، د افغانستان د روان وضعيت او سولې اړوند بحثونه وشول.
هغه ویلي، چې ټولو اړونده خواوو اجماع وکړه چې د تور او جایزه ليستونو په ختمولو او پای ته رسولو عملي کار پيل شي.
د یادونې وړ ده، چې ددغه هیوادونو او طالبانو ترمنځ یوه ناسته تیره میاشت په مسکو کې هم شوې وه.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP